تازه خبرونه

امريکايي سناتوران: له افغانستان دې امريکايي سرتېري نه راويستل کېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امریکايي سناتورانو ولسمشر بارک اوباما ته وړاندیز کړی چې په افغانستان کې پراته سرتېري وساتي او د کال په نیمايي کې یې شمېر را کم نه کړي.

د امریکا د مشرانو جرګې د تسلیحاتو او بهرنیو عملیاتو جرګه ګۍ خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې دېره ۹۸۰۰سرتېرو شمېر راکم کړل شي، نو دغه هېواد به ډېر ژر د عراق له برخلیک سره مخامخ شي. مخکښو سناتورانو جان مکین او لینسي ګراهام اوباما ته ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو مسئله راتلونکي ولسمشر ته پرېږدي. د کورنیو چارو وزارت بیا دا نه مني چې افغانستان به د عراق له برخلیک سره مخامخ شي.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د پلان له مخې ټاکل شوې چې د روان میلادي کال په نیمايي کې له افغانستان څخه شا او خوا څلور زره نور سرتېري هم بهر کړي. د راپورونوله مخې اوس په افغانستان کې ۹۸۰۰امریکايي سرتېري دېره دي. د امریکا مخکښو سناتورانو بارک اوباما ته ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر راکم نه کړي.

دوی وايي که د سرتېرو شمېر را کم شي، افغانستان به له ناوړه برخلیک سره مخامخ شي.

د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي جرګه ګۍ ريیس جان مکین وايي: “امریکا باید کلونه مخکې له عراق څخه خپل ټول سرتېري نه وای ویستلي. اوس ولسمشر په افغانستان کې ورته کار کوي. په افغانستان کې هېڅ ډول چارې هم سمې نه ډي.اوباما په داسې حال کې د سرتېرو شمېر سم نیمايي ته راښکته کوي چې افغانستان کې حالات د ترینګلتیا په خوا روان دي.”

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو عملیاتو د جرګه ګۍ ريیس لیندسي ګراهام وايي: “غواړم یو څه روښانه کړم چې که تاسو افغانستان هېر کړئ نو ځان ته مو خطر پېښ کړ. د سپتمبر د یوولسمې برید له هماغه ځایه پلان شوی و. ښايي دا د سرتېرو په هکله د بارک اوباما تر ټولو مهمه پرېکړه وي.ولسمشره! دا ځل د پوځیانو سلا مشوره ومنه او په افغانستان کې ۹۸۰۰سرتېري پرېږده. که سرتېري نیم کړېنو افغانستان د عراق له برخلیک سره مخامخ کېدای شي.”

د کورنیو چارو وزارت بیا دا نه مني چې افغانستان به د عراق له برخلیک سره مخامخ شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:”دوی چې په کابل کې د امریکا له سفارت څخه د امریکا د سي بي اس ټلویزیون سره مرکې کولې وویل چې ډېره وېره شته چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو له وتو سره به تاوتریخوالي ډېر شي. په افغانستان کې د داعش وړتیاوې مخ په وده دي. مونږ د داعش د له منځه وړلو له پاره ستراتیژي نه لرو. فکر کوم چې کلنتڼ یا ترمپبه د شرایطو په پام کې نیولو سره د سرتېرو د ایستلو پروګرام جوړ کړي.”

صديقي زياتوي چې د سرتېرو کمول په دې معنی دي چې مونږ د سپټمبر یوولسمه هېره کړې ده. دا بریدونه له افغانستان څخه تنظیم شوي وو. دا مونږ ته د تحمل وړ نه ده چې افغانستان بیا په هغه حالت کې پرېږدو. که مونږ ولاړ شو، ترهګر بیا راځي او دغه هېواد نیسي او امریکا به له ډېرو بریدونو سره مخامخ شي.

د امریکا دسناتورانو دغه څلور کسیز پلاوي لومړی د پاکستان له شمالي وزیرستان څخه د لیدنې سربېره  د هغه هېواد د ملي امنیت د شورا له سلاکار او د پوځ له لوی درستیز سره هم لیدلي دي. دوی دغه پلاوي ته ویلي چې د افغانستان ثبات د پاکستان په ګټه دی.

 

Trending

Exit mobile version