تازه خبرونه
امريکا افغان پوځ ته ۱۵۹ الوتکې ورکوي
امريکا هوډ لري چې افغان پوځ ته ۱۵۹پرمختللې جنګي هليکوپترې ورکړي، دا هڅه ظاهرً روسي وسلو او تجهيزاتو ته د افغان ځواکونو د اړتيا د کمولو له پاره کېږي. رويټرز خبري آژانس ويلي چې دغو الوتکو ته د پيلوټانو په روزنه سل ميليونه ډالر لګېږي.
بلک هاک د امريکا پرمختللې هليکوپترې دي چې ويل کېږي امريکا يې افغانستان ته د مرستې په توګه ورکوي. د رويټرز د راپور له مخې امریکا د يو اېچ بلک هاک يا تور شاهين الوتکې ظاهراً د دې له کبله افغان ځواکونو ته ورکوي چې په روسي وسلو د هغوی تکيه کمه شي. د امريکا دفاع وزارت پنټاګون دا خبر تاييد کړی دی.
د امريکا دفاع وزارت وياند آدم سميت وايي: “امريکا دې پرېکړې ته رسېدلی چې په افغانستان کې د اوږد مهال حل لارې له پاره بلک هاک الوتکې ورکړل شي. يو دليل دا هم کېدای شي چې امريکا د روسي الوتکو د پيرودلو په برخه کې له محدوديتونو سره مخامخ ده.” يوه امريکايي سناتور ويلي چې ښايي ۱۵۹بلک هاک هليکوپترې افغانستان ته ورکړل شي. دغو الوتکو ته د پيلوټانو روزنه هم د دغې مرستې يوه مهمه برخه ده.
سياسي کارپوه آصف بکتاش وايي: “د دې پروګرام يوه عمده برخه بايد د پيلوټانو روزنه وي، زموږ پيلوټانو ډېری عملیات په روسي تجهيزاتو سره کړي دي، دا کار زده کړې ته اړتيا لري.”
تور شاهین یا (یو اېچ – ۶۰ بلک هاک امریکايي هلیکوپتر) امريکايۍ دي، دوه ماشیونه او څلور څرخونه لري، د یو سل او پنځه ملي متري توپ او دېرشو سر ګلولو لرونکې دي، د درویشت ملي متري توپ ضد دي، په یوه ساعت کې ۱۶۳ کیلومتره واټن وهلای شي، دوه پیلوټان او دوه تنه عمله لېږدوي، جي پي اېس لرونکې دي، دوه زره کیلومتره مزل کولای شي، استرالیا، چین، سویلي کوریا، عربستان، اسرايیل او ترکیه یې استعمالوي، د افغانستان، عراق، بالکان، سومالیا او پانامې په جګړو کې کارول شوې دي او په ۱۹۷۹ميلادي کال کې په لومړي ځل په عملیاتو کې کارول شوې دي.
اټکل دی چې د دغو الوتکو له پاره د پيلوټانو روزنه به سل ميليونه ډالره لګښت ولري. د نظر خاوندان وايي چې په امريکا کې د نوي ولسمشر د دندې له پيل سره سم به د افغانستان په اړه د روسيې او امريکا دريځونه هم نوي پړاو ته ننوزي. د امريکا نوی ولسمشر د روسيې له ولسمشر سره نږدې اړیکې لري.
تازه خبرونه
څار: سفرهای دیپلومات امریکایی به قطر و پاکستان در مورد افغانستان
تازه خبرونه
د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمهییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشهيي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.
ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوسمهال په سيمه کې د يوه سولهييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.
د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.
اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرلهپسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.
پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.
مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه12 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه13 hours ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی10 hours ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل