نړۍ
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
امریکا او متحدینو یې پر اسرائیلو د بېساري برید له کبله پر ایران د نويو بندیزونو لګولو هڅې پیل کړي، چې پرې د اسرائیلو لخوا د کړکېچ زیاتولو مخه ونیسي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا او اروپا پر ایران د اقتصادي او سیاسي بندیزونو د سختولو اعلان کړی او تمه ده، چې اسرائیل له پراخو غچ اخیستونکیو کړنو لرې وساتي.
د اسراییلو د پوځ ستر درستیز هرزي هالوی ویلي وه، چې پر اسرائیلو د ایران له ۳۰۰ ډېر توغندي او چاودېدونکې بې پلوټه الوتکې وتوغول شوې، چې بې ځوابه به پاتې نشي؛ خو په دې اړه یې له جزئیاتو وړاندې کولو ډډه وکړه.
د اسرائیلو یوې حکومتي سرچینې ویلي، چې د سې شنبې پر ورځ د جګړې کابینې غونډه وکړه؛ خو له توضیحاتو پرته چارشنبې ته وځنډول شوه.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې: امریکا په راتلونکیو ورځو کې د ایران د لرې ویشتونکیو توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر پروګرام د نويو بندیزونو د لګولو پلان لري او تمه ده، چې متحدین یې هم ومني.
له دې مخکې هم د امریکا خزانې وزیرې جانټ یلن ویلي، چې امریکا به بندیزونه ولګوي او له خپلو متحدینو سره به د ایران د “ناوړه او بېثباته کوونکیو فعالیتونو د مخنیوي لپاره کار وکړي.
هغې د واشنګټن په خبري کنفرانس کې زیاته کړې، چې د ایران د “ترهګرۍ د تمویل” د مخنیوي لپاره ټول غوراوي پر میز پراته دي، چې د ایران پرضد نور بندیزونه ژر اعلان شي.
د اروپايي ټولنې بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورل په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو له بېړني ویډیويي کنفرانس وروسته څرګنده کړې؛ ځینو غړیو هېوادونو غوښتنه کړې، چې پر ایران دې بندیزونه وغځول شي او د اروپايي ټولنې ډیپلوماټیکه څانګه دې پدې وړاندیز کار پیل کړي.
د اسرائیلو بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز ویلي، چې د یوه ډیپلوماټیک برید مشري کوي؛ له ۳۲ هېوادونو څخه ته یې لیکلې غوښتنه کړې، چې د ایران د توغندیو پروګرام تحریم کړي.