تازه خبرونه

امريکا ٣ پاکستانيان د ترهگرۍ په نوملړ کې ونیول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امريکا مالیې وزارت د پنجشنبې پر ورځ(د سلواغې ۱۹) اعلام کړه، چې په پاکستان کې ترهګرو ته د آسانتیاوو او مرستې درې برابروونکي د دغه هېواد په تور نوملړ کې ونیول شول.

د تروریزم او مالي جرمونو په چارو کې د امریکا مالیې وزیرې سیګال مندلکر د اعلامیې له مخې؛ د پاکستان اصلي اوسیدونکي رحمان زيب  فقير محمد، حزب الله استم خان او دلاور خان هغه درې کسان دي، چې په افغانستان او پاکستان کې یې وسلوالو سره  مالي او لوژيستکي مرسته کوله. دغه کسان د شيخ امين الله اړوندان دي، چې په ٢٠٠٩ کې د ترهگرۍ په تورنوملړ کې شامل شوى دى.

آغلې منلکر زیاته کړې، چې رحمان زيب او حزب الله استم خان  به په عربي هېوادونو کې لشکر طيبه ته مالي مرستې ټولولې او ورليږلې. دلاور خان د شيخ امين الله  نيږدى ملگرى نومول شوى، چې  په پاکستان کې به يې ورسره  په ګرځيدو راګرځيدو او مالي  راکړه  ورکړه کې  مرسته کوله.

میرمن مندلکر دغه راز له پاکستان غوښتي؛ هغه ترهګرې ډلې، چې له کلونو کلو راهیسې د دغه هېواد په خاوره کې هڅې کوي له منځه یوسي.

د امریکا د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ رحمان زیب پر ۲۰۱۴ کال په افغانستان کې د لشکر طیبه له غړیو سره اړیکې درلودلې.

یوه میاشت مخکې د امریکا مالیې وزارت د طالبانو ۶ کسان، چې ۵ یې په پاکستان کې اوسیږي له تحریم سره مخ کړل.  

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، فشار باید پر هغو کړیو راشي، چې له ترهګرو ملاتړ کوي؛ تېر ځل هم پر شپږ کسانو بندیزونه لګیدلي وه .   

د کابل د ولایتي شورا غړی نقیب  الله هاشمي په دې باور دی؛ امریکا باید پر پاکستان فشارونه ډېر کړي، چې د سخت دریځو له ملاتړه لاس واخلي او د افغانستان په ثبات کې مرستې ته را وګرځي.

له دې مخکې امریکا د وسلوالو طالبانو او حقاني شبکې شپږ غړي په تور نوملړ کې شامل کړي وه.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version