تازه خبرونه
امریکايي او اروپايي هوايي شرکتونه د افغانستان له لارې خپلې الوتنې بیا پیلوي
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې له دوه کلونو وروسته امریکايي او اروپايي هوايي شرکتونو ته د افغانستان پرفضا د الوتنې اجازه ورکړشوې ده.
د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته پر افغانستان د دوی د الوتکو تګ راتګ درېدلی و.
اکانومیک تایمز تېره ورځ څرګنده کړې؛ د امریکا هوايي چلند ادارې په روانه اوونۍ کې امریکايي الوتکو ته اجازه ورکړه، چې د افغانستان له خاورې په ۳۲ زره فوته لوړوالي کې الوتنه وکړي.
د اروپایی اتحادیې د هوایي چلند خوندیتوب اداره د خپلو غړیو هېوادونو هوایي شرکتونو ته هم ورته سپارښتنه لري.
د اکانومیک تایمز د څرګندونو له مخې؛ د دې پرېکړې له پلي کېدو سره به د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تګ راتګ په وخت کې د پام وړ کمی راشي، ځکه د افغانستان له لارې د تېرېدو ځنډېدو د الوتنو په وخت کې شاوخوا نیم ساعت ډېر کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د هند هوايي شرکتونو ویلي؛ دوی د افغانستان له لارې د الوتنو د بیا پیلولو لپاره وخت ته اړتیا لري.
