بی بی سی پښتو
امریکايي رسنۍ خپل حکومت پوښتي؛ افغان مېرمنې له څه سره مخ کېږي؟
د امریکا درې خبري چینلونو په جلا جلا خبرو کې د امریکا د بهرني سیاست له لوړپوړو چارواکو دا پوښتنه کړې چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته افغان مېرمنې له څه ډول راتلونکي سره مخ کېږي.
له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو نظریه د متحده ایالونو ولس کې ډېر ملاتړ لري.
د امریکا بهرینو چارو وزارت اسناد ښيي چې د دغه هېواد ولسي او پوځي چارواکي افغان جګړه کې پر بري باور نه لري.
ډېری امریکايي سیاستوال او پوځیان دا اندېښنه هم لري چې له افغانستان د پوځ اېستلو سره ښايي د امریکا امنیت له خطر سره مخ شي.
خو له دې سره بیا هم ځینې رسنیو دې ته پام کړی چې له افغانستان د امریکايي پوځ وتلو سره د افغان مېرمنو د حقونو برخلیک او د دوی د زدکړو حق سره څه کېږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان د دغه هېواد د تلوېزونونو د یکشنبې ورځې سیاسي پروګرامونو کې هڅه یې وکړه چې د افغانستان د راتلونکي په هکله مختلفې پوښتنې ځواب کړي.
بلېنکن: طالبان باید د ښځو حقونو ته درناوی وکړي
ښاغلي بلېنکن د اې بي سي تلوېزون خبري مجله کې و. ویاند د یوه استخباراتي چارواکي وړاندوینه ورته یاده کړه چې ویل یې طالبان ښايي د بیا واکمنېدو هڅه کوي.
بیا یې هغو ولایتونو کې د ښځو پرضد تاوتریخوالی یاد کړ چې طالبان پکې برلاسي دي او ویې پوښتل: “که طالبان بیا واکمن شي، د ښځو حقونه او زدکړې به یې څنګه شي؟ امریکا باید داسې څه ولې ومني؟”
د بهرنیو چارو وزیر وویل، داسې څه د منلو نه دي او زیاته یې کړه، کابل ته یې وروسۍ سفر کې له یوه ښاروال، د ولسي جرګې یوه استازي او د ښځو چارو یوه څارونکي سره لیدلي او فکر کوي چې تر تېرو شلو کلونو اوس افغانستان یو بدل هېواد دی.
د هغه په خبره، اوس طالبان هم کورنۍ جګړه نه غواړي او امریکا د افغان پوځ روزنه جاري ساتي او د سولې بهیر کې حضور لري:
“که طالبان غواړي چې نړیواله ټولنه کې ومنل او ونه رټل شي، باید د ښځو او نجونو حقونه محترم وبولي. ”
هغه زیاته کړه، “که طالبان داسې ونه کړي امریکا به یې د نظر بدلولو لپاره هر هغه څه وکړي چې څه یې په وس کې وي. “
د مېرمنو د حقونو خوندیتوب لپاره د امریکا مرستې
د ملي امنیت سلاکار جېک سالېوان فاکس نیوز تلوېزون سره خبرو کې د ولسمشر جو بایډن خبرو ته اشاره وکړه چې ویلي یې دي، امریکا د ښځو د حقونو خوندیتوب سره د مرستې لپاره خپلو ولسی او انساندوستانه مرستو ته دوام ور کوي.
خو د بارک اوباما د وخت یوه چارواکي ویلي چې دا ډول پروګرامونه د ښځو د حقونو خوندیتوب کې چندان اغېز نه لري.
د سي اېن اېن تلوېزون سره د جېک سالېوان مرکه کې د دې تلوېزون ویاند دې خبرې ته په اشاره وویل: “امریکا د افغان مېرمنو برخلیک طالبانو ته سپارلی او له دغه هېواد وځي؟”
- افغان مېرمنې په اتو انځورونو کې
- د افغان مېرمنې په جنسي ځورونې تورن پاکستانی افسر نیول شوی
- خواله رسنیو کې افغان مېرمنې؛ د کورنۍ له ړنګېدو تر ځانوژنې
جېک سالېوان ځواب کې له افغانستان سره د امریکا پوځي مرستو ته اشاره وکړه او ویې ویل د طالبانو مخنیوی به وکړي.
خو خبریال بیا وپوښت: “باوري یاست چې افغان ځواکونه د طالبانو د واکمنېدو او د دې ډلې په لاس د افغانستان د نیولو مخنیوی کولی شي. “
ښاغلي سالېوان وویل، د افغانستان د راتلونکي په هکله اټکل نه شي کولی، خو زیاته یې کړه، امریکا هر هغه کار کوي چې له مخې یې افغان ځواکونه د خپل هېواد او وګړو ساتنه وکړي.