نړۍ

امریکايي ځواکونه تایوان د چین له لاسوهنې ژغوري

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۸, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر جوبایدن پرون پرون (یکشنبه د وږي ۲۷) په یوه مرکه کې څرګنده کړې، چې که د چینايي ځواکونه لخوا پر تایوان برید وشي؛ واشنګټن به ترې دفاع وکړي.

جو بایدن د CBS د ۶۰ دقیقو خپرونې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې امریکایی ځواکونه به د تایوان دفاع وکړي؛ ویلي:هو! که څه هم بې ساری برید وي.

د امریکا ولسمشر د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې، چې که چین پر تایوان برید وکړي؛ آیا معنا به یې دا وي، چې د اوکراین د جګړې پر پرتله به امریکایي نرینه او ښځینه ځواکونه له دې تاپو دفاع وکړي ویلي: هو!

رویترز خبري آژانس څرګنده کړی؛ دا ځل بایدن د بل هر وخت پر پرتله د تایوان دفاع ته د ژمنتیا غږ پورته کړی دی.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند له رویترز سره په خبرو کې داسې ټینګار څرګند کړ، چې د تایوان په اړه د واشنګتن پالیسي بدله شوې نده.

دغې امریکایي سرچینې ویلي: ولسمشر مخکې هم دا خبره کړې وه او یادونه کوي، چې د تایوان په اړه به زموږ پالیسي پخپل ځای پاتې وي.

رویترز په ډاګه کړې: امریکا تل دا پالیسي درلوده، چې په ښکاره ډول نه وایي؛ که چین پر تایوان برید وکړي، نو دوی به پوځي ځواب ورکړي.

په می میاشت کې هم بایدن پوښتل شوی و، چې آیا امریکا باید د تایوان د دفاع لپاره په نظامي جګړه کې ښکېل شي؛ ویلي وه: هو!  مونږ دا ژمنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version