روغتيا

امریکایي جراحانو د خوګ زړه انسان ته پیوند کړ

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکایی جراحانو په یوه تاریخي هڅه کې ۵۷ کلن کس ته د خوګ زړه پیوند کړ.

د مریلینډ پوهنتون د دوشنبې پر ورځ (د مرغومی ۲۰) په ډاګه کړې، چې دغه جراحي عملیات د جمعې پر ورځ ترسره شوي دي.

دا لومړني بریالي عملیات دي، چې کیدی شي یوه ورځ د انساني وجود د غړیو په پیوندولو کې مرسته وکړي.

په دې راپور کې راغلي؛ هغه خوګ، چې زړه یې د پیوند لپاره کارول شوی، جینتیکي اصلاح شوی و.

ډیویډ بنټ نومی سړی، چې جراحي عملیات پرې بریالي ترسره شوي؛ د بد حالت او کمزورۍ له کبله د انسان د زړه  عملیاتو لپاره وړ تشخیص شوی نه و.

نوموړي له جراحۍ یوه ورځ مخکې دا عملیات په تورتم کې د غشي ویشتل ونومول څرګنده یې کړه، چې غواړي د ژوندي پاتې کیدو لپاره دا وروستی چانس تر سره شي.

د امریکا د خواړو او درملو ادارې د نوي کال پر شپه د اړوند  بیړنيو عملیاتو جواز صادر کړی دی.

د جراحۍ تر سره کوونکي ډاکټر بارټلي ګریفیث د زړه د پیوندولو د جراحۍ په اړه ویلي، چې دې عملیاتو نړۍ د غړیو د پیوندولو د ستونزې د حل لوري ته یو ګام نږدې کړې ده.

هغه هيله ښودلې، چې دغه جراحۍ به په راتلونکي کې د ناروغانو لپاره نوې آسانتياوې برابرې کړي.

یو خنځیر یا خوګ، چې زړه یې ۵۷ کلن ډیویډ بنټ ته لیږدول شوی په جینټیکي ډول اصلاح شوی و او د هغه درې جنونه، چې د پیوند مخنیوی یې کاوه لرې شوي وه.

یو له دې جینونو څخه یو داسې جین و، چې د زړه د ودې او لیېدو لامل و. شپږ انساني جینونه، چې د انتقال شوي عضوې د منلو لامل شوي هم په جینوم کې ځای پرځای شوي وه.

د کارپوهانو په وینا، خنځیر د کچې او چټکې ودې او نورو لاملونو له کبله د عضوي پیوند کولو لپاره یو ښه غوراوی دی!

په ۱۳۸۴ لمریز هجري کې، د یوه بیزو زړه یو ماشوم ته پیوند شوی و؛ خو ماشوم یوازې ۲۰ ورځې ژوندی پاتې شو.

په ټوله نړۍ کې ډیری خلک د عضوي لیږد لپاره په کتار کې ولاړ دي، او هر کال یو شمیر د دوی د عضوي لیږد ترلاسه کولو څخه مخکې مړه کیږي.

Trending

Exit mobile version