تازه خبرونه

امریکا اسلامي امارت منزوي کولی نشي ـ  فارین افیرز مجله

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۴۰۲)

امریکایي مجلې فارن افیرز په یوه لیکنه کې څرګنده کړې، چې امریکا نشي کولی اسلامي امارت منزوي کړي او د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره له اسلامي امارت سره د سیمه‌ییزو قدرتونو د نږدې اړیکو له کبله ناکامه شوې ده.

دغې مجلې په کابل کې د ۱۸ بهرنیو سفارتونو فعالیت او له افغانستان څخه بهر د اسلامي امارت د زیاتو سفارتونو او سیاسي استازولیو فعال حضور ته په نغوته کې زیاته کړې، چې د افغانستان اوسني حکومت په تېرو دوه کلونو کې ځواکمنې ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي او د ګاونډ هېوادونو او د سيمې له بېلابېلو هېوادونو سره يې په پرله‌پسې توګه خپلې اقتصادي اړيکې پراخې کړې دي.

فارین افیرز امریکايي مجله په خپل راپور کې ښيي، چې د افغان واکمنانو د چلند د بدلون په اړه د امریکا تګلاره؛ ځکه ناکامه شوې، چې له سیمه‌ییزو قدرتونو سره د اسلامي امارت اړیکي نږې شوي.

په دغه راپور کې، چې امریکا نشي کولی اسلامي امارت منزوي کړي، ویل شوي؛ د انزوا پالیسي نوره اغېزمنه نده او امریکا باید نورې لارې هم ولټوي.

په راپور کې راغلي: په تېرو دوه کلونو کې سپینې ماڼۍ هڅه کړې، چې د افغانستان واکمن د ښځو او نجونو، د بشري حقونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د یوې نړیوالې اجماع په رامنځته کولو او منلو ځان اړ کړي؛ خو دغه هڅې د سیمه‌ییزو قدرتونو، چین روسیې او ایران د تګلارو له کبله ناکامې شوې دي.

د فارن افیرز د راپور له مخې؛ د طالبانو( اسلامي امارت ) د ډیپلوماټیکې انزوا په اړه د اجماع له لاسه ورکول د واشنګټن او د هغه د ملګرو لپاره مهمې پوښتنې راولاړوي. پر رسمیت  نه‌پېژندنه له دې وروسته د قهریه فشار په توګه کار نه‌ورکوي او که امریکا د طالبانو( اسلامي امارت ) په چلند کې د نفوذ هڅه کوي؛ باید نورې لارې ومومي.

دغه راپور په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د دوه‌یمې غونډې له ترسره کېدو لږ مخکې د چین د ولسمشر شي جین پینګ له‌خوا د اسلامي امارت د سفیر د باورلیک منل د امریکا پر مشرۍ د لویدیځ د اجماع پر وړاندې تر ټولو مهمه ننګونه بولي.

اسلامي امارت د افغانستان پر وړاندې د امریکا پر سیاستونو هم نیوکې کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د افغان حکومت په اړه د امریکا تګلاره بې اغېزې او ناکامه ده؛ خو اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هېوادونه باید د افغانستان د انزوا هڅه ونکړي.

د سیاسي شنونکي عزیز معارج د څرګندونو له مخې؛ دغې مجلې په کابل کې د ۱۸ بهرنیو سفارتونو فعالیت او له افغانستان څخه بهر د اسلامي امارت د زیاتو سفارتونو او سیاسي ادارو فعال حضور ته په نغوته کې زیاته کړې، چې د افغانستان اوسنی حکومت په تېرو دوه کلونو کې له اسلامي امارت سره د اړیکو د ټینګولو لپاره ځواکمنې ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي. د ګاونډ هېوادونو او د سيمې له بېلابېلو هېوادونو سره يې په پرله‌پسې توګه خپلې اقتصادي اړيکې پراخې کړې دي.

ویل کیږي، چې امریکا به له اسلامي امارت سره هغه وخت تعامل پیل کړي، چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ شي او افغان چارواکي بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

Trending

Exit mobile version