تازه خبرونه
امریکا افغان ژباړونکيو ته په مرکزي آسیا هېوادونو کې لنډ مهاله پناه غواړي ـ راپور
رویټرز د درې بېلابېلو سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د بایډن اداره غواړي، چې د مرکزې آسیا هېوادونو ته د افغان ژباړونکيو لنډماله لېږدونه وڅېړي.
راپور زیاته کړې؛ د بایډن اداره له قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان سره خبرې کړي، چې تر ګواښ لاندې افغان ژباړونکیو ته لنډمهاله پناه ورکړي.
سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي؛ تر دې دمه کوم هوکړه نده شوې.
په افغانستان کې په زرګونه افغان ژباړونکي، چې له تېرو ۲۰ کلونو راپدیخوا له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی وایي، چې ژوند یې د بهرنيو سرتېرو له وتلو سره ګواښوونکی شوی دی.
امریکا له دې مخکې ویلي وه؛ افغان ژباړونکي نورو هېوادونو ته لېږدول کیږي، چې د ویزو د ترلاسه کولو چارې بشپړې کړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي هم تائید کړې، چې افغان ژباړونکي به نورو هېوادونو ته ولېږدول شي؛ خو په دې اړه یې له جزئیاتو ورکولو ډډه کړې ده.
ساکي ویلي: د امنیتي اندېښنو له کبله نه غواړم، چې د درېیم هېواد او شمېر په اړه یې معلومات ورکړم؛ خو مونږ په پام کې لرو، چې له وتلو مخکې دوی له افغانستان څخه وباسو.
د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ویلي: هغه چا، چې له امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې؛ یوازې نه پاتې کیږي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د خپلو تاجک او ازبک سیالانو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي؛ خو ډېر څه یې ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې ډېرې شوي او د دواړو لوریو تر منځ د ولسوالیو پر نیولو او خوشې کولو نښتې روانې دي.
