تازه خبرونه
امریکا او اسلامي امارت د نشهيي توکو پر مخنیوي بحث او خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن دیکر د چارشنبې پر ورځ په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو سره د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د اقداماتو په اړه دوه اړخیز بحث او خبرې وکړې.
نوموړې د ایکس پاڼې په یو لړ پوستونو کې څرګنده کړې: ما او همکارانو مې د اسلامي امارت له یوه کاري پلاوي سره په دوحه کې د نشهیي توکو د له منځه وړلو پر متقابلو اندېښنو، دوه اړخیزو مسایلو، د افغانستان له خلکو بشري ملاتړ، د مخدره توکو تولید، مخنیوی، د روږدو درملنه او د بدیل معیشت په اړه بحث او خبرې وکړې.
کرن دیکر زیاته کړې: دا غونډه پهدې راوڅرخېده، چې نړیواله ټولنه د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په ټولو اړوند برخو کې د افغان ښځو د ښکېلتیا په اړه څومره مرسته کولی شي؛ ځکه دا کار مونږ ته حیاتي دی، ډېر ارزښت لري او مونږ به له دوی پرته بریالي نهشوو.
دغه راز په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت استازي سهیل شاهین هم پر ایکس پاڼې لیکلي او څرګندوي، چې له کابل څخه د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د پلاوي غړیو؛ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د څانګې مشر جانان عزیزي، د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال رحمان قاسمي، د بهرنیو چارو وزارت د امنیت او سرحدونو چارو مرستیال میرویس قادري ګډون کړی و.
نوموړي زیاته کړې؛ دوی د کوکنارو د کښت، د نشهيي توکو د قاچاق او د روږدو کسانو د درملنې په اړه د هڅو په اړه پراخې خبرې وکړې. مونږ د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې او نړیوالې ټولنې هرکلی کوو او غواړو؛ په افغانستان کې دې له هغو سیمو څخه لیدنه وکړي، چې د کوکنارو کښت یې له منځه وړی دی.
نوموړي زیاته کړې: په هرصورت په افغانستان کې هغه کروندګر، چې کروندې یې له کوکنارو پاکې شوي؛ د بديل معيشت پروژې ته سخته اړتيا لري.
