نړۍ

امریکا او ایران ښايي له بندري بندیزونو سره سره،روانه اوونۍ خبرې بیا پیل کړي

سرچینو د سې‌شنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې واشنګټن تېره اوونۍ د خبرو اترو له ماتېدا وروسته پر ایران بندري بندیز لګولی دی.

Published

on

Last Updated on: وری ۲۶, ۱۴۰۵

د امریکا او ایران مذاکره کوونکې ډلې ښایي په روانه اوونۍ کې اسلامآباد ته راستانه شي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې بیا پیل کړي.

سرچینو د سې‌شنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې واشنګټن تېره اوونۍ د خبرو اترو له ماتېدا وروسته پر ایران بندري بندیز لګولی دی.

که څه هم د امریکا بندیز د تهران غصه راوپاروله، خو ډیپلوماټیکې اړیکې ممکن دوام ومومي؛ ځکه د تېلو د بیو په راټیټولو کې یې مرسته وکړه او د سې‌شنبې پر ورځ د معیاري نرخونه له ۱۰۰ دالرو څخه کښته شول.

دغه راز په خبرو اترو کې ښکېلو سرچینو د سې‌شنبې پر ورځ ویلي؛ دواړه هېوادونه کولی شي د اوونۍ په پای کې بېرته راستانه شي. له واشنګټن او تهران سره یو وړاندیز شریک شوی، چې خپل پلاوي بیا واستوي.

یوې لوړ پوړې ایراني سرچینې ویلي: «کومه ځانګړې نېټه ټاکل شوې نه‌ده او پلاويو له جمعې څخه تر یکشنبې پورې په پام کې نیولې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ ایران د دوشنبې پر ورځ زنګ وهلی او غواړي یوې هوکړې ته ورسیږي؛ خو هیڅکله به هغه تړون تصویب نه‌کړي، چې تهران ته د اټومي وسلې د لرلو اجازه ورکړي.

Trending

Exit mobile version