تازه خبرونه
امریکا او بریټانیا له خپلو اتباعو غوښتي، چې په کابل کې له هوټلونو ووځي
امریکا او بریټانیا نن (دوشنبه د تلې ۱۹ ) خپلو وګړیو ته خبرداری ورکړ، چې د امنیتي ګواښونو له کبله په کابل کې هوټلونو ته له ورتګه په ځانګړي توګه کابل سرینا څخه دډه وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي: د امریکایي وګړي، چې کابل سرینا هوټل ته نږدې په اړوند سیمه کې دي؛ باید سمدستي ووځي.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت هم په ډاکه کړې او له خپلو اتباعو یې غوښتي، چې کابل سرینا هوټل ته له تګ راتګه ډډه وکړي.
د دوی په څرګندونو کې راغلي: د امنیتي ګواښونو له کبله تاسې ته سپارښتنه کوو، چې د کابل هوټلونه پریږدئ. په ځانګړي توګه له کابل سرینا هوټله ووځئ.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې پر ورځ د کندوز په خان آباد کې د شیعه ګانو په جومات چاودنې لږ تر لږه ۱۲۰ کسان وژلي او له ۱۵۰ ډېر نور ټپیان دي او د چاودنې پړه هم د خراسان داعش دلې ومنله.
تازه خبرونه
په افغانستان کې لوږه زیاته شوې؛ ښځې او ماشومان له ټولو ډېر زیان ویني – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی؛ د دغو بحرانونو دوام د هغو خوراکي زېرمو کچه راټیټه کړې، چې د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ځانګړې شوې دي.
ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې افغانستان له هممهالو اقتصادي بحرانونو، پراخې بېکارۍ او اقلیمي بدلونونو سره مخ هېواد دی او دې وضعیت نه یوازې د خوراکي توکو بیې لوړې کړي، بلکې د خوړو د ناامنۍ ستونزه هم ورسره پراخه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی؛ د دغو بحرانونو دوام د هغو خوراکي زېرمو کچه راټیټه کړې، چې د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ځانګړې شوې دي.
د فیضآباد ښار یوې اوسېدونکې رقیبه احمدي ویلي: «هغه لږ خواړه، چې د اخیستلو وس یې لرو؛ خپلو ماشومانو ته یې ورکوو، خو بسنه نهکوي.»
د هغې د څرګندونو له مخې؛ کوچنۍ لور یې پر خوارځواکۍ اخته ده او مېړه یې هم بېکاره دی.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ښځې او ماشومان تر نورو ډېر د لوږې او د خوراکي توکو د کمښت له بحران څخه اغېزمن شوي دي.
تازه خبرونه
د ALIPH نړیوالې مؤسسې استازو د کلتوري پروژو د دوام ژمنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نن( دوشنبه د غویي یوویشتمه ) د دې وزارت د کلتور او هنر له مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره د الف نړیوال بنسټ استازو کارلوس اډوارډو او الکسانډرا فایبیګ او د آغا خان بنسټ د کلتوري برخې مسوول انجنیر میوندي ولیدل.
د ALIPH ( د کلتوري میراثونو د ساتنې نړیوالې ټولنې یا الف نړیوالې ټولنې) استازو په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر له مرستیال عتیق الله عزیزي سره په لیدنه کې د دې وزارت فرهنګي هڅې ستایلي او د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه یې وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نن( دوشنبه د غویي یوویشتمه ) د دې وزارت د کلتور او هنر له مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره د الف نړیوال بنسټ استازو کارلوس اډوارډو او الکسانډرا فایبیګ او د آغا خان بنسټ د کلتوري برخې مسوول انجنیر میوندي ولیدل.
یادو استازو د لوګر ولایت د مسعینک سیمې د آثارو د خوندیتوب او تحکیماتي هڅو، په بامیان کې د یو شمېر پروژو، د غور ولایت منار جام د ساتنې، د هرات د منارونو، د کابل بالاحصار او په نورو ولایتونو کې د تر کار لاندې پروژو یادونه کړې او دا یې د پام وړ بللي دي.
د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزیزي افغانستان ته د یاد بنسټ استازو له راتګ هرکلی کړی او د افغانستان د کلتوري او لرغونو میراثونو د پیاوړتیا او خوندیتوب په برخه کې یې د دې بنسټ هڅې او ملاتړ اړین وباله.
عزیزي ویلي؛ له لسیزو وروسته، په لومړي ځل داسې زمینه برابره شوې، چې د افغانستان د تاریخي آثارو، لرغونو سیمو او کلتوري میراثونو ساتنه وشي؛ نو له نړیوالو بنسټونو تمه ده، چې له سیاسي ملاحظاتو پرته د هېواد د کلتوري میراثونو او تاریخي ابداتو په استحکام او خوندیتوب کې اغېزمن رول ولوبوي.
ویل کیږي، چې د الف نړیوال بنسټ استازو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د نږدې، منظم او اغېزمن کار او همغږۍ لپاره پر یو روښانه میکانیزم او چوکاټ رامنځته کولو ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
دغه موضوع د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وزیر نورالدین عزیزی او د ازبکستان د قرهقالپاقستان د عالي شورا د رییس امانبای اورینبایوف ترمنځ په مزارشریف ښار کې د لیدنې پر مهال وړاندې شوې ده.
افغانستان له ازبکستان څخه غوښتي، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ترمذ په سرحدي بازار کې د همغږۍ او اړیکو یو دفتر رامنځته کړي.
دغه موضوع د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وزیر نورالدین عزیزی او د ازبکستان د قرهقالپاقستان د عالي شورا د رییس امانبای اورینبایوف ترمنځ په مزارشریف ښار کې د لیدنې پر مهال وړاندې شوې ده.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د پنبې، ډبرو سکرو، د افغانستان د تازه او وچو مېوو د صادراتو او د خوراکي توکو د تولید، ساختماني توکو، ګرځندوی، د درملو تولید، د معدني توکو پروسس او په مهمو اقتصادي برخو کې د ګډو پروژو په اړه خبرې وکړې.
ازبک چارواکو خبر ورکړی، چې د صادراتو د ملاتړ او سیمهییزو بازارونو ته د ښه لاسرسي لپاره به په روسیه، قزاقستان او قرغېزستان کې د سوداګرۍ خونې جوړې کړي.
ویل کیږي، چې ازبک پلاوي د خپل سفر پر مهال په مزارشریف ښار کې د خپل هېواد د ملي تولیداتو یو نندارتون هم پرانیستی دی.
-
تازه خبرونه1 day agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
نړۍ2 days agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه2 days agoد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
-
تازه خبرونه5 days agoکه په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
-
څار2 days agoڅار: له نړۍ سره د افغانستان اړیکې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه خیبر پښتونخوا کې د موټربم چاودنې له کبله څلور پاکستاني پولیس افسران ووژل شول
