نړۍ
امریکا او حماس په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کوي
د دې چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا له حکومت سره خبرې اترې له څو ورځو راپدېخوا روانې دي او هدف یې د مرستو ترلاسه کول او د غزې په تړانګه کې د څه کمې دوخ کلنې روانې جګړې بندول دي.
د حماس یو مشر ويلي، چې په غزه کې د اوربند په اړه د دوی او د امریکا د حکومت ترمنځ مستقیمې خبرې اترې روانې دي.
د دې چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا له حکومت سره خبرې اترې له څو ورځو راپدېخوا روانې دي او هدف یې د مرستو ترلاسه کول او د غزې په تړانګه کې د څه کمې دوخ کلنې روانې جګړې بندول دي.
له بلې خوا، یوه لوړ پوړي فلسطیني چارواکي د یکشنبې پر ورځ رویټرز ته وویل، چې حماس د امریکا له حکومت سره په غزه کې د اوربند او محاصره شوې سیمې ته د بشري مرستو د رسولو په اړه خبرې اترې کوي.
دغه راز آکسیوس د یوې باخبرې سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی، واټکوف له اسرائیلو، قطر او مصر سره او د دوی له لارې له حماس سره د بندیانو د خوشې کولو او د سولې د پراخې پروسې په اړه خبرې اترې کوي.
همدارنګه د اسرائیلو خبري سرچینې راپور ورکړی، چې بنیامین نتانیاهو به نن ماښام د غزې په اړه د څو وزیرانو او لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره یوه کوچنۍ غونډه وکړي، چې د بندیانو د تبادلې تړون یا په غزه کې د جګړې بېرته پیل په اړه بحث وکړي.
د اسرائیلو ورځپاڼې معاریو راپور ورکړی، چې امنیتي کابینه به نن ماښام ۶:۳۰ پر سیمه ییز وخت منځني ختیځ ته د امریکا د ولسمشر له سفر مخکې او د اوربند هوکړې ته د رسیدو لپاره د سختو هڅو په بهیر کې غونډه وکړي.
