تازه خبرونه

امریکا باید اوس د تعامل لار خپله کړي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۲, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیر خان متقي د امریکا د ولسمشر د دې خبرې په غبرګون کې، چې القاعده په افغانستان کې شتون نه‌لري؛ څرګنده کړې، چې واشنګتن باید اوس خپل مسوولیت ادا او مثبت تعامل پیل کړي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له امریکا سره د اسلامي امارت د همکارۍ په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایدن له څرګندونو وروسته؛ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي، چې اوس دا د امریکا مسوولیت دی، چې له امارت سره مثبتې اړیکې ولري.

دغه وزارت ویلي، چې د امریکا ولسمشر د افغانستان حقایق درک کړي.

له الجزیرې تلویزیون سره په خبرو کې امیرخان متقي زیاته کړې، چې اسلامي امارت په تېرو دوه کلونو کې هغه ژمنه پر ځای کړې، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کیږي.

د امیرخان متقي د څرګندونو له مخې، یو باثباته، سوکاله او پر ځان بسیا افغانستان د نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

امیر خان متقي پرته له دې، چې د القاعدې نوم واخلي ویلي، چې په افغانستان کې هیڅ وسله‌واله ډله نشته او اسلامي امارت اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

امیر خان متقي الجزیرې تلویزیون ته ویلي، چې د امریکا د ولسمشر دغه خبرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور له یوې مخې ردوي.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي وه، چې د اسلامي امارت او القاعده شبکې او د پاکستان تحریک طالبان ترمنځ اړیکې اوس هم پیاوړې دي؛ خو اسلامي امارت دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې دا راپور حقیقت نه‌لري.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې القاعده اوس په افغانستان کې نشته او په ځينو مواردو کې یې د افغانستان د نویو واکمنانو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

تېر کال جوبایدن ویلي وه، چې د القاعده مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې په برید کې وژل شوی؛ خو په دې اړه تر دې دمه کومه ویدیو او د اسلامي امارت د تحقیقاتو جزئیات خپاره شوي نه‌دی.

Trending

Exit mobile version