تازه خبرونه

امریکا باید د هوایي برید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي ـ اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ د افغانستان اسلامي امارت یوه ویاند ویلي، د امریکا پوځ د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو د بې ګناه افغانانو د وژلو مسوول دی او د امریکا حکومت باید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

د اسلامي امارت دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کیږي، چې د امریکا دفاع وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي وه؛ په کابل کې د تاګست پر هوایي برید د یوې کورنۍ د ۷ ماشومانو په ګډون د ۱۰ ملکي وګړيو پر وژلو هیڅ یو امریکايي سرتېری ګرم ندی او نه به مجازات شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: مونږ غواړو د هغو کسانو له کورنیو سره مرسته وشي، چې په وحشیانه بڼه وژل شوي او امریکا یې باید تاوان ورکړي. دا د افغانانو غوښتنه ده؛ خو امریکایان یې ردوي. امریکا په نړۍ کې داسې ډېرې کړنې ترسره  کړي او اوس وايي، چې په هوايي بریدونو کې ښکېلو کسانو ته سزا نه ورکول کېږي. امریکا په تېرو شل کلونو کې ډېر بې ګناه خلک وژلي دي. د امریکا لپاره د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکول د دوی یو اخلاقي مسوولیت دی، چې باید ترسره شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په هغو څېړنو کې، چې د امریکا د هوایي ځواک لوی پلټونکي ترسره کړې راغلي، چې د روان کال د اګست د ۲۹ ( وروستی) برید د تېروتنې له مخې ترسره شوی و.

د امریکا پوځ له دې مخکې دغه برید یوه “خواشینونکې تېروتنه” نومولې ده.

د پنټاګون دا پرېکړه د قربانیانو د کورنیو له خوا هم د منلو وړ نده.

د ایمل احمدي د کورنۍ یوه غړي شکایت کړی او وایي: امریکا دوی ته څو ځلې ویلي، چې تېروتنه یې کړې؛ خو اوس یې څګندونه اوښتې او وایي، چې برید کوونکیو ته به سزا نه ورکوي.

د قربانیانو د کورنۍ یو بل غړي اجمل احمدي ویلي: امریکا ژمنه کړې وه، چې مونږ ته تاوان راکړي. دوی هغه مهال ویلي وه، چي په برید کې ښکېل کسان به عدالت ته راکاږي او له خطره په لرې کېدو کې به هم مرسته وکړي. امریکا باید اوس خپلې ژمنې پوره کړي. هر ځل، چې دوی د خپلو کړنو لپاره نوي عذرونه راوړي. امریکا د نړۍ زبرځواک دی او باید خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

د کابل اوسیدونکی جیحون احمد نومی وايي، د امریکا لخوا د بې پیلوټه الوتکو تر سره شوي هوایي بریدونه  باید یوه نړیواله محکمه وڅېړي.

نوموړی وایي: یوه نړیواله محکمه باید جوړه شي او په بې پرې توګه د امریکا هوایي بریدونه وڅېړي او وګوري، چې امریکا مجرمه ده که نه. د غبرګونونو لاملونه باید وڅېړل شي او هغه کسانو، چې دا برید یې ترسره کړی او یا په کې لاس لري باید مجازات شي.

د پنټاګون ویاند جان کربي اوړمه ورځ خبریالانو ته ویلي وه، چې لوړپوړيو قومندانانو لویډ آسټین ته د پېښې په اړه ځینې سپارښتنې کړي او نوموړي ویلي، چې هیڅ امریکايي سرتېری ځواب ورکوونکی ندی او نه به مجازات شي.

جان کربي د کابل له هوايي ډګره بهر له خونړۍ چاودنې وروسته د امریکايي ځواکونو لخوا د ګواښ لوړې کچې ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې له برید مخکې د هوایي ډګر په یوه چاودنه کې ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي وه.

نوموړي ویلي، چې په برید کې د وژل شویو ۱۰ افغانانو کورنیو ته د پیسو پر ورکولو او امریکا ته د دغې کورنۍ پر لېږدولو کار روان دی.

په قربانیانو کې یو یې د یوې مرستندویه موسسې کارکوونکی و او د امریکا دفاع وزارت اوس هم له دغې موسسې سره په دې اړه خبرې روانې ساتلي دي.

Trending

Exit mobile version