تازه خبرونه
امریکا باید په افغانستان کې ډیپلوماسي روانه وساتي- عایشه وهاب
مېرمن وهاب ویلي: « امریکا باید ډیپلوماسۍ ته مخه کړي. پرته له دې، چې کومه ډله په واک کې وي، مونږ باید ډیپلوماسي عملي کړو او اړیکې ولرو.»
د امریکا د کانګرس غړې عایشه وهاب ويلي؛ امریکا باید پرته له دې، چې په افغانستان کې کومه ډله واکمنه وي له دې هېواد سره ډیپلوماسي روانه وساتي. د هغې دا څرګندونې له هغې وروسته را پورته شوې، چې د امریکا استازو جرګې په ځانګړیو ټاکنو کې بریالۍ شوه او د دغه هېواد د کانګرس لومړنۍ افغانالاصل غړې شوه.
مېرمن وهاب هیله څرګنده کړې، چې مونږ به« هغوی(طالبان) د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او مدني حقونو په برخو کې یوې سمې لارې ته سوق کړو.»
مېرمن وهاب ویلي: « امریکا باید ډیپلوماسۍ ته مخه کړي. پرته له دې، چې کومه ډله په واک کې وي، مونږ باید ډیپلوماسي عملي کړو او اړیکې ولرو.»
نوموړې د طالبانو مخالفې ډلې« جنګسالاران » بللي او استدلال کوي، چې د افغانستان ستونزې یوازې تر طالبانو پورې محدودې نهدي.
هغه وایي: « بېلابېل جنګسالاران هم شته، چې د واک غوښتونکي دي؛ خو طالبان نهدي. زما پر اند هغوی ټول ناکام او بېلارې شوي؛ ځکه د هېواد په ګټه کار نهکوي، بلکې خپلې شخصي ګټې تعقیبوي.»
د نوموړې ټینګار کړی: «مونږ ولیدل، چې ان د امریکا تر ملاتړ لاندې هم دغو جنګسالارو ډلو په عملي توګه هېواد چور کړ.»
هغې ویلي: افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی؛ د سیمې د بېلابېلو قدرتونو ترمنځ پروت دی او د پام وړ طبیعي سرچینې لري. امریکا باید لږ تر لږه له افغانستان سره د اقتصادي قراردادونو او همکاریو په برخه کې ونډه واخلي.
د یادونې ده، چې عایشه وهاب د کلیفورنیا د ایالتي سنا غړې ده.