لوبی
امریکا به د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون ونکړي
امریکایي سي ان ان په ډاګه کړې، چې د جوبایډن اداره به د ۲۰۲۲ په المپیک کې سیاليو کې ګډون ونکړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره میاشت ویلي وه، چې له بشري حقونو څخه د سرغړونو او د لږکیو مسلمانانو د نسلي وژنې په غبرګون کې به د بېجینګ اولمپیک لوبې تحریم کړي.
د رویټرز د څرګندومنو له مخې؛ د بایډن اداره د فعالانو او د کانګرس د غړیو تر فشار لاندې ده، چې د بیجینګ په اولمپیک کې ګډون ونکړي.
سپینې ماڼۍ تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي؛ خو داسې راپورونه ورکړ شوي، چې امریکايي چارواکي به په دغو لوبو کې ګډون ونکړي.
سي ان ان څرګنده کړې، چې د امریکا ډیپلوماټیک بندیز او د امریکایي لوبغاړیو نه ګډون به د بیجینګ پر اولمپیک لوبو اغېزه ونکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم پدې اړه تبصره نده کړې.
لوبی
عینو مېنې په افغانستان اتلانو لیګ کې میوند ته ۱۰- ۲ ماتې ورکړه
د یکشنبې پر ورځ د افغانستان اتلانو لیګ په نههپنځوسمه لوبه کې د عینو مېنې فوټبال لوبډلې میوند لوبډلې ته ۱۰ د ۲ پر توپیر ماتې ورکړه.
د عینو مېنې لوبغاړي احمد نبي مقدس له سیالې لوبډلې سره په لوبه کې پېنځه ګولونه ووهل او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
عبدالمجید خان دوه او ملګرو لوبغاړيو یې هر یو رحمان محمدي، عزیز احمدي او راشد نظري یو- یو ګول ترسره کړ.
د یکشنبې پر ورځ په دوهیمه لوبه کې اټک انرژۍ موج ساحل ته ۴ د صفر پر توپیر ماته ورکړه. د دې لوبې غوره لوبغاړی احمد نبي مقدس ونومول شو.
د دې کال لیګ تر پای ته رسېدو پورې له یوې اوونۍ لږ وخت پاتې دی، هر ګول لوبډلو ته ټاکونکی دی.
ټول دولس لوبډلې په دې لوبو کې برخه لري، چې د شنبې پر ورځ د اپریل پر ۲۰ پیل شوي.
تمه ده، چې دا لوبې د پنجشنبې پر ورځ د می پر درویشتمه پای ته ورسیږي.
د دوشنبې پر ورځ به دوه لوبې وګورئ؛ دواړه به د آریانا ټلویزیون لهخوا پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې به سرخ پوشان خوافي د ماسپښین پر یوه بجه د ابو مسلم فراه لوبډلې سره مخ کیږي.
په بله لوبه کې استقلال کابل له سرسبز یاشلر سره درې نیمې بجې لوبیږي.
د سږکال په زړه پورې سیالۍ د افغانستان د فوټبال فډراسیون، آریانا ټلویزیون او ملاتړي ویکټور انرژي لهخوا پر ګډ کوربتوب تر سره کیږي.
په ټول هېواد کې د فوټبال مینهوال کولی شي هره ورځ د آریانا ټلویزیون له لارې د خپلې خوښې لوبډلې په لوبغاړي کې وکوري.
لوبی
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستوری راشد خان ارمان د شنبې پر ورځ د ثور نههویشتمه) په کابل کې د یو لړ مراسمو پر مهال د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر وپېژندل شو.
د هېواد کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان له څو کلونو وروسته د افغان بیسیم مخابراتي شرکت پر بلنه کابل ته راغلی او د شنبې پر ورځ د دغه شرکت د مسوولینو لهخوا د افغان بیسیم د رسمي سوداګریز سفیر په توګه وپېژندل شو.
د راشد خان پر ویاړ په جوړو شویو مراسمو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس علي الله سروري وايي، چې راشد خان له سوداګریز او معنوي اړخه د افغان بيسیم د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس ویلي؛ هڅه کوي، چې د ټول هېوادوال په لرې پرتو سیمو کې د لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
علي الله سروري زیاته کړې، د لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونه، نوې ټکنالوژي، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې انټرنیټ ته لاسرسی او کارموندنه د دغه شرکت له مهمو موخو څخه دي.
د کرکټ ملي لوبډلې غړی او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سوداګریز سفیر راشد خان وايي: دا لومړی ځل دی، چې د افغاني شرکت د سفیر په توګه ټاکل شوی یم؛ خو هڅه کوي، چې د کرکټ په ډګر کې د ځلیدو ترڅنګ خلکو او هېواد ته خدمت هم وکړي.
د افغانستان کرکټ د شل اوریزو لوبو د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان له څلور کلونو وروسته هېواد ته راستون او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.
لوبی
سرخ پوشان خوافي او سرسبز یاشلر لوبډلې د پرونیو سیالیو ګټونکې شوې
د چارشنبې پر ورځ ( د غوایی شپږویشتمه ) د افغانستان اتلانو لیګ په یوپنځوسمه لوبه کې سرخ پوشان خوافي عدالت لوبډلې ته ۲ – ۱ ماتې ورکړه.
په دې زړهراکښونکې لوبه کې د سرخ پوشان خوافي لوبډلې غړی معرف محمدي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
دغه راز د همدې ورځې په دوهیمه لوبه کې سرسبز یاشلر لوبډلې میوند ته ۵ پر ۳ ماتې ورکړه.
عنايت الله کوهي د سرسبز یاشلر لوبډلی غړی د ميدان غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د پنجشنبې په لوبو کې به موج ساحل له خراسان فاریاب سره او اټک انرژی به له عینو مېنې سره مخ شي.
دا سیالۍ به له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپريږي.
-
سوداگري5 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
لوبی3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
تازه خبرونه5 days ago
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م
-
نړۍ2 days ago
د سعودي او امریکا چارواکو په غزه کې پر جګړه او دوه اړخیزې هوکړې خبرې وکړې
-
څار5 days ago
څار: د افغانستان په اړه سیمهییزه اجماع
-
تحول5 days ago
تحول: د چین له سفیر سره د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال لیدنه
-
تازه خبرونه5 days ago
چين مولوي عبدالکبیر ته په ټرانس – هیماليا ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه