تازه خبرونه

امریکا ته د ۱۶۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې

د رویترز د راپور په یوه برخه  کې راغلي: “له دې پرېکړې سره امریکا په زرګونه نور افغانان، چې  په امریکا کې د بیا میشتېدنې لپاره منظور شوي؛ خو تر اوسه پورې یې د افغانستان یا ګاونډ هېوادونو لکه پاکستان څخه الوتنې ندي شوي، په ناڅرګند حالت کې پرېښودل.

Published

on

 رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د پروګرامونو د ځنډولو په وروستي حکم کې د شاوخوا ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې ځنډولي دي.په داسې حال کې، چې دوی د جوبایډن له حکومت څخه د بیا میشتېدنې جوازونه ترلاسه کړي وه.

د رویترز د راپور په یوه برخه  کې راغلي: “له دې پرېکړې سره امریکا په زرګونه نور افغانان، چې  په امریکا کې د بیا میشتېدنې لپاره منظور شوي؛ خو تر اوسه پورې یې د افغانستان یا ګاونډ هېوادونو لکه پاکستان څخه الوتنې ندي شوي، په ناڅرګند حالت کې پرېښودل.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن حکومت نږدې ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته انتقال کړي دي.

د راپور له مخې، په دې خلکو کې بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي، چې غواړي په امریکا کې له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي وه، چې امریکا ته به کډوالي ودروي او زرګونه خلک به له دغه هېواده وباسي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې: هغه افغانان، چې په امریکا کې یې د بیا میشتېدنې منظوري ورکړ شوې؛ د اپریل تر میاشتې پورې د الوتنو د مسافرینو له نوملړ څخه هم لرې شوي دي.

اسلامي امارت پدې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version