تازه خبرونه

امریکا دې د دوحې د ټړون له مخې ځواکونه وباسي ـ ملا برادر

Published

on

د طالبانو سیاسي مشر له امریکا وغوښتل، چې د سولې د رامنځته کولو د هوکړې سره سم دې له افغانستان حخه ووځي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یکشنبې په ورځ ګواښ وکړ، چې که امریکایي ځواکونه د دوحې د هوکړې له مخې تر ټاکلې نېټې له افغانستان څخه ونه وځي: نو دوی به خپله اړینه وکړي.

د ایران تسنیم خبري آژانس سره په مرکه کې ملا برادر ویلي؛ د امریکا او طالبانو تړون، چې د روان میلادي کال په لومړيو کې د دوحې په کوربتوب لاسلیک شوی؛ له مخې یې باید امریکایي ځواکونه د ۱۴ میاشتني مهالوېش دننه له افغانستان څخه ووځي.

هغه زیته کړې؛ له امریکا سره د دې تړون د پلي کیدو پایلې تر دې دمه مثبتې وې. په لومړي پړاو کې امریکا اعلان وکړ، چې پېنځه نظامي اډې یې خالي کړې دي او د امریکایي سرتېرو شمیر ۸۶۰۰ ته راټیټ شوی؛ ځکه، چې دا بهیر روان دی ، “هغه تسنیم ته وویل.”

په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه د دوی او امریکا تر منځ هیڅ ډول پټ تړون نشته او افغان حکومت باید د دوحې د هوکړې له مخې طالب بندیان خوشې کړي، چې د افغانستان د خبرو اترو د پیل لپاره زمینه برابره شي.

ملا برادر وویل: د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خشې کول د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره شرط دی.

هغه د واک او ځواک په اړه ویلي، چې طالبان د یوې پراخې اسلامي ادارې د جوړولو په لټه کې دي او نه غواړي د واک انحصار رامنځته شي.

هغه دغه راز ویلي، چې ټول افغانان د اسلامي تاسیساتو او هېواد په ساتنه او آبادۍ کې ونډه او برخه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې پر ورځ نیمروز ولایت ته د سفر پر مهال ولسمشر غني ویلي، چې  

په خپلمنځی خبرو کې به افغان حکومت د زور دریځ ولري؛ مونږ د جمهوریت غوښتونکي یو او جمهوریت مو ویاړ دی.

Trending

Exit mobile version