تازه خبرونه

امریکا دې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي – شېر محمد ستانکزی

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له امریکا څخه په کابل کې د سفارت د بېرته پرانستلو غوښتنه کړې ده.

شېرمحمد عباس ستانکزي د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه د لیدنې پرمهال څرګنده کړې: راځئ خپل مسوولیتونه ترسره کړو. راشئ خپل سفارت خلاص کړئ. مونږ ستاسې امنیت ته پاملرنه کوو. کله، چې تاسې راشئ؛ نور هېوادونه به هم همدا کار وکړي. اوس ډېر هېوادونه له مونږ سره په ځانګړیو ناستو کې وايي، چې که امريکا له تاسې سره خپلې اړيکې بېرته ټينګې کړي؛ مونږ به له ځنډ پرته راشو.

په داسې حال کې، چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت او ملي ګټو په رڼا کې له نړۍ سره د مثبت تعامل په لټه کې دی؛ خو امریکا وايي، چې هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالې له یو شمېر افغان ښځینه خبریالانو سره په انلاین ناسته کې ویلي، سره له دې، چې د افغانستان یو شمېر دیپلوماتیک مرکزونه اسلامي امارت ته سپارل شوي؛ خو هیڅ هېواد د اسلامي امارت د پېژندلو پلان نه‌لري.

کرن دیکر همداراز ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دننه د اسلامي امارت او د ښځو او نرینه وو ترمنځ د ښو اړیکو جوړول د نړۍ له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت د ښو اړیکو معنی لري.

هغې ویلي: مونږ له دغو ټولو هېوادونو اوریدلي؛ دوی پلان نه‌لري، چې د طالبانو (اسلامي امارت) حکومت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پر رسمیت وپېژني. زما په اند زما د هېواد په ګډون هیڅ هېواد نشته، چې د طالبانو (اسلامي امارت) حکومت پر رسمیت وپېژني. که طالبان (اسلامي امارت) د نړۍ له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي؛ باید د خپل هېواد له ښځو او نرینه وو سره ښې اړیکې ولري.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر ښځو د بندیزونو دوام به په اوږد مهال کې د اسلامي امارت او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د عادي اړیکو د ټینګېدو مخه ونیسي.

اسلامي امارت په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې د فشار پالیسي کار نه‌کوي او د نړۍ هېوادونه باید له افغانستان سره تعامل وکړي؛ ځکه، چې کابل د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د اړیکو ټینګول غواړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي: د هېواد سیاسي او یا بهرنۍ مسایل باید د افغانستان له داخلي مسایلو سره ونښلول شي. د افغانستان داخلي مسایل د افغانستان له خلکو سره تړاو لري. د افغانستان خلک د هېواد د داخلي مسایلو په اړه خپلواکه پرېکړه کوي.

په تېره څه کم یوه میاشت کې تهران او عربي متحده اماراتو د افغانستان سفارت ومانه او د ترکیې په استانبول کې د افغانستان قونسلګري اسلامي امارت ته وسپارل شوه.

Trending

Exit mobile version