تازه خبرونه
امریکا د اسلامي امارت له لوري د دوه امریکایانو خوشې کېدل تائید کړل
(Last Updated On: ليندۍ ۳۰, ۱۴۰۱)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۲۹) ویلي؛ اسلامي امارت هغه دوه امریکایي وګړي خوشي کړل، چې په افغانستان کې بندیان ول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي: مونږ پوهیږو، چې دا د طالبانو( د افغانستان اسلامي امارت) له لوري د نیک نیتۍ نښه ده.
هغه دا هم په ډاګه کړې، چې امریکا د خپلو دغو وګړیو د آزادېدو لپاره نه کوم زنداني تبادله کړی او نه یې هم پیسې ورکړي دي.
نوموړي څرګنده کړې: واشنګتن له طالبانو(د افغانستان اسلامي امارت) سره د هر هغه امریکايي وګړي د خوشې کولو د اړتیا په اړه، چې په افغانستان کې بندیان دي؛ اړیکې روانې ساتلي دي.
پرایس د هغو امريکايي وګړیو د هويت او شمېر له څرګندولو ډډه کړې، چې ښايي په افغانستان کې بنديان وي.