تازه خبرونه
امریکا د اسلامي امارت له وسلهوالو مخالفانو سره اړیکې لري او د داعش ملاتړ کوي- کابلوف
په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف ادعا کړې، چې امریکا د اسلامي امارت له وسلهوالو مخالفانو سره اړیکې لري او په پټه د داعش ملاتړ کوي.
نوموړي د روسیې ۲۴ تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې داعش نه یوازې په منځنۍ آسیا او د افغانستان په نورو ګاونډ هېوادونو کې د روسیې د متحدینو د ثبات پر ضد دي، بلکې د روسیې د امنیت پر ضد هم هڅې کوي.
کابلوف په ډاګه کړې، چې امریکایان په افغانستان کې د خپلې شرمونکې پوځي او سیاسي ماتې غچ اخیستو ته ډېر لیوال او نه غواړي، چې په دې ځورېدلي هېواد کې سوله ټینګه شي.
کابلوف دا هم ویلي، چې امریکايي چارواکي د افغانستان کنګل شوې پیسې له کابل څخه د باج اخیستنې لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکایان افغانستان ته له بشري مرستو څخه پر اسلامي امارت د فشار لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.
