تازه خبرونه

 امریکا د افغانستان کنګل شوې پیسې خیریه بنسټونو ته نه سپاري

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۲, ۱۴۰۰)

امریکا له اسلامي امارت سره هوکړه کړې، چې د افغانستان د کنګل شوې پيسې نیمایي به نړیوالو بنسټونو ته له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره نه ورکوي.

څه نا څه یوه میاشت مخکې د امریکا ولسمشر یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړی و، چې له مخې یې د افغانستان له شاوخوا اووه میلیارډ ډالرو کنګل شوې شتمنۍ څخه نیمایي د سپټمبر د یوولسمې قربانیانو ته او پاتې نوره له افغانستان سره بشري مرستو لپاره ځانګړې شوه.

په تازه پرمختګ کې افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د ترکیې په سویلي ښار انتالیا کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي مولوي متقي او د امریکا د ځانګړي استازي ټوماس ویسټ تر منځ هوکړه شوې، چې امریکا دې د بشري مرستو لپاره د افغانستان بانک د شتمنیو د کارولو پرېکړه بېرته واخلي او دا پیسې دې بشري مرستو ته نه بېلیږي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضیا احمد ويلي؛ دغه هوکړه د شنبې پر ورځ په ترکيه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د چارسمبالي او د امريکا د ځانګړي استازي ترمنځ د ليدنې پرمهال رامنځته شوې ده.

دغه راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د چين له سي سي ټي وي سره په مرکه کې ويلي، چې امريکا بايد نور افغانانو ته زيان ونه رسوي او د افغانستان ټولې شتمنۍ بايد د افغانستان بانک ته وسپاري.

نوموړی په دې اړه وایي: امریکا باید د افغانانو د شتمنیو له ضبط او کنګلولو، چې له امریکا سره یې د وفادارۍ ژمنه کړې وه؛ زیان ونه رسوي. دا سمه نده! دا بې انصافي ده!

اووه میاشتې کېږي، چې افغانستان له  اقتصادي بحران سره مخ ده، چې لامل یې په امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو کې د افغانستان د نږدې لس میلیارډ ډالرو پانګې کنکل کیدل ښودل کیږي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد شبیر بشیری په دې اړه ویلي؛ دا پیسې که بهرنیو بنسټونو ته وسپارل شي د افغانستان پر بېخبنایي چارو نه لګول کیږي. ښه به دا وي، چې دا شتمني د افغانستان بانک او یا مالیې وزارت ته وسپارل شي، چې بېخبنایي پروژې پرې ډاډمنې ترسره شي.  

له دې مخکې د امریکا حکومتي چارواکو اعلان کړی و؛ تر هغې، چې د افغانستان نوی حکومت د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پېژندل شوی نه وي د افغانستان کنګل شوې پیسې به  اسلامي امارت ته نه سپارل کیږي.

Trending

Exit mobile version