سیمه ییز خبرونه

امریکا د ایران پر باري‌کښتیو نوي بندیزونه ولګول

بندیزونو په پراخه کچه د ایت الله علي خامنه‌یي د سلاکار علي شمخاني د زوی محمد حسین شمخاني د باري‌کښتیو ګټې ګواښي.

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکا خزانې وزارت د چارشنبې پر ورځ د ایران پر ۱۱۵ ملګرو، ادارو او کښتیو نوي بندیزونه ولګول، چې په تېر جون کې د تهران پر اړینو اټومي سیمو له بمبارډ وروسته؛ پر ایران د امریکا د ” بشپړ فشار” ښکارندویي کوي.

بندیزونو په پراخه کچه د ایت الله علي خامنه‌یي د سلاکار علي شمخاني د زوی محمد حسین شمخاني د باري‌کښتیو ګټې ګواښي.

د امریکا خزانې وزارت ویلي، چې دا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومتولۍ د لومړي پېر د ۲۰۱۸ کال راپدېخوا له ایران سره د تړاو تر ټولو مهم بندیزونه دي.

د خزانې وزارت د څرګندونو له مخې؛ شمخاني د یوه پېچلي جال له لارې د کانټینري کښتیو او ټانکرونو یوه پراخه شبکه څاري، چې په ټوله نړۍ کې د ایران او روسیې تېل او نور توکي پلوري.

د امریکا دې وزارت پر شمخاني تور لګولی؛ په تهران کې د شخصي اړیکو او فساد له لارې لسګونه میلیارډ ډالر ګټه ترلاسه کوي، چې ډېری یې د ایران د حکومت د ملاتړ لپاره کارول کیږي.

په ټوله کې دا نوي بندیزونه د باري‌کښتیو پر ۱۵شرکتونو، ۵۲ کښتیو، ۱۲ کسانو او ۵۳ بنسټونو لګول شوي، چې په ۱۷ هېوادونو کې له پاناما څخه تر ایټالیا او هانګ کانګ پورې یې له بندیزونو څخه سرغړونې کړې دي.

د امریکا یوه چارواکي ویلي، چې نوي بندیزونه به د ایران لپاره د خپلو تېلو پلورل “ډېر ستونزمن” کړي؛ زیاتوي، چې دولت د تېلو په نړیوالو بازارونو کې د ګډوډۍ وړاندویېنه نه‌کوي.

دې امریکایي زیاته کړې؛ د ایران د تېلو صادرات له دې مخکې د کوچنیو بندیزونو له کبله د کال په لومړیو کې د ورځې شاوخوا ۱.۸ میلیون بېرل ول، چې ۱.۲ ته راټیټ شوي دي.

له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د هېواد د زده‌کوونکو شبکې ته ویلي وه، چې دا بندیزونه د ایراني ملت پر وړاندې د امریکا د دښمنۍ یوه روښانه بیلګه ده.

اسماعیل بقایي دا هم ویلي؛ د تېلو بندیزونه “یو ناوړه عمل دی، چې هدف یې د ایران اقتصادي پرمختګ او د خلکو هوساینې ته زیان رسول دي.”

چین د ایران د تېلو ترټولو لوی پېرودونکی دی.

اروپايي اتحادیې د جولای په لومړیو کې پر شمخاني بندیز ولګاوه، چې د روسیې د تېلو په سوداګرۍ کې لوی لاس لري.

یو امریکایی چارواکي ویلي، چې د چارشنبې د ورځې اقدام به پر روسیه او ایران دواړو اغېزه وکړي؛ خو ډېر پر ایران راڅرخي.

د محمد حسین شمخاني پلار علي شمخاني هم په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا تر بندیزونو لاندې راغلی و.

د بندیزونو وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې رامنځته شوې، چې تېره میاشت د ایران پر اټومي تاسیساتو له بمبارډ وروسته د امریکا او ایران د ډیپلوماسۍ د نوې کولو امکانات تیاره پاتې شول.

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ؛ که تهران د اټومي ځایونو له بمبارډ وروسته د غني کولو بهیر بیا پیل کړي؛ نو امریکا به پرې د برید سپارښتنه وکړي.

هغه خبریالانو ته دا هم ویلي، چې ایران “ښې نښې” نلري او د خپل اټومي پروګرام د بیا پیلولو لپاره هر ډول هڅې به سمدلاسه ودرول شي.

رویټرز راپور ورکړ، چې امریکا په تېر جون  له خپلو هوایي بریدونو مخکې له ایران سره پېنځه پړاوه خبرې لرلي.

ټرمپ ویلي؛ هغه پروګرام یې “له منځه وړی” چې واشنګټن او متحد یې اسرائیل د اټومي بم جوړول بولي.

ځینو کارپوهانو د زیان کچه تر پوښتنې لاندې راوستې او ایران د اټومي وسلود لرلو غوښتنه رد کړې ده.

د سپینې ماڼۍ یوه لوړ پوړي چارواکي تېره اوونۍ ویلي وه، چې واشنګټن له ایران سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له فایننشل ټایمز سره په مرکه کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو لار ډېره تنګه ګنلې او ویلي یې دي، چې امریکا باید د خبرو له بیا پیلېدا مخکې ایران ته د غرامت ورکول ومني.

Trending

Exit mobile version