تازه خبرونه

امریکا د مرستو د آسانولو لپاره پر افغانستان دوه بندیزه لرې کړل

Published

on

(Last Updated On: تله ۳, ۱۴۰۰)

امریکا ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د بشري مرستو آسانه تر سره کولو لپاره یې پر افغانستان خپل دوه بندیزه لرې کړي دي.

د امریکا د خزانې وزارت په ډاګه کړې: نادولتي بنسټونه، نړیوالې ټولنې او ملګري ملتونه اجازه لري، چې له اسلامي امارت او حقاني شبکې سره که څه هم تر بندیزونو لاندې دي؛ بیا هم افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره اړیکې ټینګې کړي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دوی افغانستان ته د خواړو، درملو او نورو توکو صادراتو ته هم اجازه ورکوي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو کنټرول دفتر رییس ، اندریا ګاسکي ویلي، چې څانګه له مالي بنسټونو، نړیوالو ټولنو او نادولتي بنسټونو سره کار کوي، چې اړمنو خلکو ته د کرنیزو توکو، درملو او نورو توکو لیږدول آسانه کړي.

د خزانې وزارت زیاته کړې، چې دوی د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو او نورو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ژمن دی او لومړنۍ بشري اړتیاوې به یې پوره کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په ډې مواردو کې د خصوصي سکتور نږ دې دوه نیم میلیارده ډالر، چې د افغانستان د حکومت له پیسو سره بندې وې؛ هغې ته هم اجازه ورکړ شوې ده.

د خصوصي سکتور غړي وايي، د دې مواردو په لري کیدو به اوس د هېواد په مارکیټونو کې کمښت رامنځته نشي.

د خصوصي سکتور د خونو د فډراسیون مرستیال خاجان الکوزی وایي: د خصوصي سکتور څه کم دوه میلیارډ ډالر کولی شي د یو معین پرو سیجر له  مخي انتقال پیدا کړې او خصوصي سکتور د امریکا له دې کړنې هرکلی کوي او هغه بنسټونه، چې خیریه بنسټونه دي؛ هغه هم مهم دي.

د خصوصي  سکتور غړي د امریکا له متحده ایالاتو غوښتنه کوي، چې له دوی  سره هغه نوري پیسي، چې ور سره بندې دي؛ آزادې کړي، چې په هېواد کې بېرته اقتصادي فعالیتونه له سره پیل شي.

د چارو پوهان هم د امریکا لخوا روستۍ هڅې ستايي.

اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش ویلي: فکر کوم، چې امریکا هغه سخت بندیزونه او تحریمونه کرار کار لری کړي؛ ځکه، چې د بندیزونو زیان مطلق ولس ته رسېده؛ نو د بندیزو نو له کموالو سره به د هېواد پر اقتصادي نظم مثبت اغېز رامنځته شي.

د خصوصي سکتور غړي د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې د اقتصادي تحریمونو د کمولو لپاره دې له نړیوالې ټولني سره خپلي اړیکې تنظیم کړي، چې هېواد له اقتصادي بحران سره مخ نشي.

ملګرو ملتونو هم ویلي، چې د افغانستان شاوخوا نیمايي خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان دا مهال له مخ پر ودې اقتصادي بحران سره مخ دی؛ د خواړو او سوند توکو بیې چټکۍ لوړې شوي او د نغدو پیسو کچه هم راټیټه شوې ده.

Trending

Exit mobile version