تازه خبرونه
امریکا د ښوونځیو د تړلو په غبرګون کې له اسلامي امارت سره د دوحې ناسته وځنډوله
رویټرز څرګندوي، چې امریکا په افغانستان کې له ۷ ـ ۱۲ د نجونو د ښوونځیو د تړلو په غبرګون کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د دوحې خبرې وځنډولې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس رویټرز ته څرګنده کړې، چې د نجونو د زدکړې په اړه د اماراتو اړوند پرېکړه ډېره خواشینوونکې ده.
هغه وایي؛ دغه پرېکړه د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره له ژمنې څخه د شاتګ معنا لري.
د پریس د څرګندونو له مخې، امریکا له اسلامي امارت سره په دوحه کې د پلان شویو تعاملاتو په ګډون یو لړ خبرې وځنډولې او څرګندوي، چې د دوی دغه پرېکړه د دواړو لوریو ترمنځ د تعامل لپاره یو احتمالي بدلون دی.
درې باخبرو سرچینو رویټرز ته ویلي؛ ټاکل شوې، چې نن شنبه او سبا یکشنبه په دوحه کې د امریکا او اسلامي امارت د استازیو ترمنځ څو غونډې شوې وای.
دغو سرچینو، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي څرګندوي؛ په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک استازیو هم ګډون کاوه.
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې تمه وه، چې ګډونوال په دې خبرو کې د افغانستان بانک پر خپلواکۍ او د افغانيو پر بیا چاپ راوڅرخي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې خبرو کې د افغانستان د بيارغونې د صندوق پر مسئلې هم تمرکز شوى و، چې په کې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لپاره د نړيوال بانک سلګونه ميليون ډالر پيسې د تبادلې او آسانتياوو په موخه ساتل کېږي.
دا تخصیص د پوهنې سکتور سره د مرستې لپاره دی.
په همدې حال کې اسلامي امارت د بهرنیو مرستو په ترلاسه کولو او د کنګل شویو بانکنوټونو په خلاصون کې له جدي ننګونو سره مخ دی.
د یادونې ده، چې په هېواد کې د نغدو پیسو کمښت د اقتصادي بحران او انفلاسیون لامل شوی دی.