نړۍ
امریکا شمالي کوریا ته د اټومي برید په اړه ګواښ وکړ
امریکا شمالي کوریا ته ګواښ کړی، چې که پر امریکا او متحدینو یې هر ډول اټومي برید ترسره شي؛ دا به د منلو وړ نهوي او د (کیم جونګ اون) د رژیم د پای ته رسېدو لامل بهشي.
د امریکا او جنوبي کوریا په ګډه خبرپاڼه کې، چې د شنبې پر ورځ خپره شوې راغلي: امریکايي لوري یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د کوریا د خلکو د دیموکراتیک جمهوریت لهخوا د کوریا د جمهوریت پر ضد هر ډول اټومي برید به له چټک او پرېکنده ځواب سره مخ شي.
د امریکا او روسیې د اټومي مشورتي ګروپ دوهیمه غونډه د جمعې پر ورځ په واشنګټن کې د اټومي برید د مخنیوي په اړه د بحث لپاره جوړه شوه.
پیونګ یانګ په جنوبي کوریا، جاپان او امریکا کې د هدفونو د پر نښه کولو توان لرونکی بالستیک توغندی جوړ او ازمویلي دي.
د جمعې پر ورځ د سویلي کوریا د ملي امنیت مرستیال کیم تایه هیو ویلي، چې شمالي کوریا ممکن په روانه میاشت کې یو بین البراعظمي بالیسټیک توغندی و ازمویي، چې د هغې واټن وهلو ته پر پاملرنه به اټومي ګواښ رامنځته کړي؛ ځکه، چې دا کولی شي اټومي خولۍ ولیږدوي.
د امریکا او جنوبي کوریا جمهوریت تر منځ به درېیمه اټومي مشورتي ناسته په راتلونکي دوبي کې د کوریا پر کوربهتوب ترسره شي.
نړۍ
د اسرائیلو په بریدونو کې د جنوبي لبنان ۳۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د لبنان رسمي ملي خبري آژانس راپور ورکړی، چې اسرائیلي جټ الوتکو د« انصار» کلي پر یوه کور برید کړی، چې په کې د درې ماشومانو او دوه ښځو په ګډون اووه کسان وژل شوي؛ څلور نور کسان بیا د «دیرالظهراني» کلي په یوه بل برید کې وژل شوي دي.
د لبنان روغتیا وزارت ويلي، د دغه هېواد پر جنوبي سیمو د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
د لبنان رسمي ملي خبري آژانس راپور ورکړی، چې اسرائیلي جټ الوتکو د« انصار» کلي پر یوه کور برید کړی، چې په کې د درې ماشومانو او دوه ښځو په ګډون اووه کسان وژل شوي؛ څلور نور کسان بیا د «دیرالظهراني» کلي په یوه بل برید کې وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، د دغو بریدونو له کبله په جنوبي لبنان کې د حزبالله مواضع او بېخبناوې پر نښه شوي دي. دا بریدونه د اسرائیلي ځواکونو پر ضد د اقداماتو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
حزبالله د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دغو بریدونو ته به «وړ ځواب» ورکړ شي.
دغه راز د لبنان لومړي وزیر په انصار کلي کې د ښځو او ماشومانو وژل کېدل غندلي او ویلي یې دي، چې هغوی«پوځي هدفونه» نه ول.
د لبنان ولسمشر هم دغه بریدونه د خبرو اترو او د سولې د چوکاټ د هوکړې د پلي کولو لپاره د امریکا د هڅو پر وړاندې «روښانه پیغام» بللی دی.
اسرائیلو اعلان کړی؛ تر هغې، چې حزبالله بېوسلې شوی نهوي له جنوبي لبنان څخه به ونه وځي؛ دا هغه موضوع ده، چې حزبالله او لبناني چارواکي یې مخالفت کوي.
د راپورونو له مخې، د مارچ له دوهیمې راپدېخوا د جګړو د نوې څپې له پیل څخه تر اوسه په لبنان کې لږ تر لږه ۴۳۰۰ کسان وژل شوي دي.
نړۍ
په انډونیزیا کې د ۷.۷ درجې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه شوي
زلزله د شنبې پر سهار شوې او ژغورونکي هڅه کوي د زلزلې مرکز ته څېرمو سیمو ته ځان ورسوي.
د انډونیزیا چارواکو ویلي، د دې هېواد په ختیځ کې د ۷.۷ درجې زلزلې او لسګونو وروستي ټکانونو له امله لږ تر لږه ۳۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان دي.
زلزله د شنبې پر سهار شوې او ژغورونکي هڅه کوي د زلزلې مرکز ته څېرمو سیمو ته ځان ورسوي.
له زلزلې وروسته په څو سیمو کې له یوه مټر څخه د کم لوړوالي د سونامي څپې ثبت شوې؛ خو شاوخوا درې ساعته وروسته د سونامي خبرداری لغوه شو.
د انډونیزیا د پېښو د ملي مدیریت ادارې مشر سوهاریانټو ویلي، د ماسپښین تر ۳ بجو ۳۸ کسان وژل شوي، دوه سخت ټپیان او ۱۱ نور سطحي ټپیان شوي دي. د هغه د څرګندونو له مخې، شاوخوا دوه زره کسان د ژوند ژغورلو لپاره خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د مائومره په بندري ښار کې ژغورونکو د ۲۰ کسانو مړي موندلي دي. همداراز شپږ ټپیان او دوه هغه کسان موندل شوي، چې تر خاورو لاندې بند پاتې ول.
انډونیزیایي چارواکي وایي، یو شمېر خلک اوس هم په زیانمنو ودانیو کې بند پاتې دي او ځمکښویېدنې هم څو لارې تړلې دي.
ژغورونکي اوس هم ناګیکائو سیمې ته، چې د زلزلې مرکز ته نږدې ده، نهدي رسېدلي. ځمکښوېدنو ځمکنۍ لارې تړلي او په دې سیمه کې مخابراتي اړیکې هم زیانمنې شوې دي.
د ناګیکائو شاوخوا دوه زره اوسېدونکي ایستل شوي او کورونو، زېرمتونونو او دولتي ودانیو ته زیانونه اوښتي دي. د برښنا د پرې کېدا او د ټرافیکي ګڼېګوڼې راپورونه هم ورکړ شوي دي.
د ختیځې نوسا تِنګارا والي ویلي، لږ تر لږه پېنځه کسان د خوب پر مهال د ودانیو د نړېدا له کبله وژل شوي دي.
د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ویلي، زلزله ډېره سخته وه او ټکانونو یې شاوخوا یوه دقیقه دوام وکړ. په ځینو سیمو کې خلک د ژوند د ژغورلو لپاره له کورونو بهر وتښتېدل.
د تالیبورا سیمې یوه ۵۱ کلن اوسېدونکي ویلي، د زلزلې پر مهال ۱۳ کسان په کور کې وو او ټولو د ژوند د ژغورلو لپاره له کوره بهر ووتل.
د انډونیزیا د جیو فزیک ادارې ویلي، زلزله د ځايي وخت له مخې د سهار په ۴:۵۸ د ځمکې په ۱۵ کیلومټره ژوروالي کې شوې او وروسته یې څو ټکانونه هم ثبت شوې دي.
په ۱۹۹۲ز.کال کې هم دا سیمه ۷.۵ درجې زلزلې لړزولې او پراخ زیانونه یې اړولي وه.
انډونیزیا د «بحرالکاهل د اور کړۍ» په نوم سیمه کې پرته ده؛ هغه سیمه، چې د ځمکې د تختو د سخت فعالیت له کبله پر ځلونو د زلزلو او اورغورځوونکو غرونو د چاودنو شاهده وي.
نړۍ
د امریکا په میشیګان ایالت کې مرګونې ډزې؛ پېنځه کسان ووژل شول
د میشیګان ایالت پولیسو ویلي، د پېښې شکمن کس له تېښتې وروسته د پراخ لټون پر مهال په یوه ځنګلي سیمه کې موندل شوی او ووژل شوی دی.
د امریکا د میشیګان ایالت په شمال کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي او یو بل کس سخت ټپي شوی دی.
د میشیګان ایالت پولیسو ویلي، د پېښې شکمن کس له تېښتې وروسته د پراخ لټون پر مهال په یوه ځنګلي سیمه کې موندل شوی او ووژل شوی دی.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، د جمعې ورځې له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۴۰ پولیس د مسکيګي ولسوالۍ یوه کور ته وروغوښتل شول او هلته یې د درې کسانو مړي او یو ټپي کس وموند.
د شکمن کس د لټون پر مهال پولیسو په یوه بل کور کې هم د یوه بل قرباني مړی موندلی دی.
پولیسو ویلي، ۳۹ کلن شکمن چاد هیکمن د وایټلاک جهیل ته څېرمه د یوې ځنګلي سیمې په شاوخوا کې له یوه بل کس سره یوځای وژل شوی وموندل شو.
پولیسو تر اوسه د قربانیانو هویت نهدی اعلان کړی او ویلي یې دي، چې د هغوی کورنیو ته د معلوماتو ورکولو لړۍ روانه ده.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه بغلان کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان ووژل شول
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپر بېړیو تازه بریدونه؛ د ایران او امریکا خبرې بیا له خنډ سره مخ شوې
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو کمښت او بېسارې تودوخې پر کرنې فشار زیات کړی – افایاو
-
تازه خبرونه4 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی4 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه2 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرلهپسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما
