تازه خبرونه

امریکا له عراق او افغانستان څخه د ځواکونو د کمولو سپارښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۸, ۱۳۹۹)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له افغانستان او عراق څخه د خپلو سرتېرو د کمولو سپارښتنه وکړه، چې  له مخې به یې له دوه میاشتو څخه په کمه موده کې د امریکایي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته را ټیټ شي.

په امریکا کې له بېلابېلو غبرګونونو او نیوکو سره سره دونالد ترمپ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمولو پرېکړه وکړه.

د ولسمشر ترمپ د نوي فرمان له مخې، د جنوري تر ۱۵ به د امریکایي سرتېرو شمېر له ۴۵۰۰ څخه  ۲۵۰۰ ته را ټیټ شي. دا پرېکړه د امریکا د دفاع وزارت د چارسمبالي په خبره د افغانستان په اړه د سیاست د بدلون معنا نلري.

د امریکا د دفاع وزارت چارسمبالي کریستوفر میلر ویلي؛ دا پرېکړه له مخکې شوې او د امریکا د سیاست د بدلون په معنا نده.

نوموړی څرګندوي؛ دا پرېکړه د ټاکل شوي پروګرام او ستراتیژيکو موخو پر بنسټ ده، چې د امریکا د خلکو لخوا یې ملاتړ کیږي او د امریکا په سیاست کې د بدلون معنا نلري. د ولسمشر دا پرېکړه له کابینې سره د  تېرو څو میاشتو په ناستو کې شوې ده.

دغه راز د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ د ځواکونو د کمولو او سولې بهیر په اړه د امریکا د دفاع وزارت چارسمبالي له ولسمشر اشرف غني سره هم تیلیفوني غږېدلی او له افغان ځواکونو یې پر دوامداره ملاتړ ټینګار هم کړی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین هم ویلي، چې پاتې ځواکونه به له افغانستان څخه د امریکا د سفارت او نورو تاسیساتو په ساتنه کې بوخت وي او د می په میاشت کې به په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووځي.

نوموړی وایي: دونالد ترمپ هیله من دی، چې د می په میاشت کې زمونږ ټول ځواکونه له افغانستان څخه کور ته ستانه شي. زه غواړم ټینګار وکړم، چې دا نوی سیاست ندی. کله، چې ولسمشر خپل کار پیل کړ، دې دوه هېوادونو ته یې د اړتیا وړ سرتېري اعلان کړي وه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماستر ویلي: د افغان دولت چارواکي په دوحه کې له طالبانو سره د یوه میز تر شا ناست دي او هغه څه، چې دوی له طالبانو اوري دا دي، چې مونږ د نړۍ ستر ځواک ته ماتې ورکړې او له تاسې سره ولې خبرې وکړو؛ مونږ دا شرایط هغوی ته برابر کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو سرمنشي له افغانستان څخه په بیړه د ځواکونو ویستل له خطره ډک ګڼلي دي.

Trending

Exit mobile version