تازه خبرونه
امریکا له عراق څخه خپل ټول پوځي تجهیزات له ځان ولېږدول – ټرمپ
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته ویلي، چې د عراق په شمال کې له اربیل هوايي اډې څخه د امریکا پر مشرۍ د ائتلاف د ځواکونو او تجهیزاتو وتلو د داعش پر وړاندې په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورساوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ز.کال کې د امریکايي ځواکونو وتل له عراق څخه د دغو ځواکونو له وتلو سره پرتله کړي او څرګندوي، چې امریکا په افغانستان کې ډېر پوځي تجهیزات پرېښودل؛ خو له عراق څخه د وتلو پر مهال امریکايي ځواکونو خپل ټول تجهیزات له ځان سره ولېږدول.
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته ویلي، چې د عراق په شمال کې له اربیل هوايي اډې څخه د امریکا پر مشرۍ د ائتلاف د ځواکونو او تجهیزاتو وتلو د داعش پر وړاندې په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورساوه.
هغه ویلي:« ما وویل؛ لږ نور وخت ورکړئ او هر څه له ځان سره یوسئ. که مو په یاد وي، مونږ ټول تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل؛ هر څه هلته پاتې شول.»
ټرمپ زیاته کړې:« ما ویل؛ نه غواړم ان یو پیچ هم پاتې شي. که پر ځمکه یو پیچ لوېدلې وي؛ هغه هم راواخلئ. که ترپالي خېمه لرو، هغه هم له ځان سره یوسئ. مونږ هر څه له ځان سره یووړل.»
د امریکا ولسمشر د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې د کابل هوايي ډګر برید ته هم نغوته وکړه، چې په کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.
ټرمپ وایي، چې په تېرو کلونو کې یې په دې برید کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو له کورنیو سره لیدلي او له هغو سرتېرو یې هم یادونه وکړه، چې په دې برید کې سخت ټپیان شوي وه.
هغه وایي:« له هغو او د هغو له اولادونو سره، چې څه وشول؛ هېڅکله باید نه وی شوي.»
ټرمپ زیاته کړې، ۴۸ امریکايي سرتېري سخت ټپیان شوي وه؛ خو پر وینا یې؛« هېڅکله له هغوی یادونه نهکېږي.»
ټرمپ له عراق څخه د امریکا وتل د یوه لګښتي پوځي حضور پای وباله او څرګندوي، چې د دې ماموریت لپاره یې څرګند هدف ټاکلی و او قومندانانو ته یې امر کړی و، چې هغه بشپړ کړي؛ پرته له دې، چې په عراق کې د امریکا حضور پر دایمي ماموریت بدل شي.
د امریکا پوځ د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونو او تجهیزاتو له اربیل هوايي اډې څخه خپل منظم وتل بشپړ کړي او له دې سره په عراق کې د «عزم راسخ» عملیات پای ته رسېدلي دي.
دغه عملیات په ۲۰۱۴ز.کال کې له هغې وروسته پیل شول، چې داعش د عراق او سوریې پراخې سیمې ونیولې. د دغو عملیاتو موخه له دې ډلې سره مبارزه وه. امریکا اوس هم په اردن کې له خپل مرکزي مرکز څخه په سوریه کې د داعش پر وړاندې عملیات روان ساتلي دي.
ټرمپ ویلي، امریکا له داعش سره د مبارزې لپاره عراق ته تللې وه او اوس دغه ډله کومه ځانګړې سیمه تر خپلې ولکې لاندې نهلري.
#آریانانیوز #افغانستان #عراق #امریکا #ټرمپ #داعش