تازه خبرونه

امریکا له غني او عبدالله څخه د خپلمنځيو اختلافاتو د حل غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني او اجرائيه رییس عبدالله سره په تیلیفوني خبرو کې  د هغوی د خپلمنځي اختلافاتو د حل غوښتنه کړې ده.

د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو کلیدي لوبغاړي جان کري له ولسمشر غني او اجرائیه رییس عبدالله سره د پنجشنبې په ورځ تیلیفوني خبرې کړي دي.

د دې خبرو جزییات که څه هم نه دي افشا شوي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وایي، په دې خبرو کې د دواړو مشرانو تر منځ د را منځته شوي اختلافاتو پر حل تینګار شوی دی.

د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني او اجرایي رییس عبدالله عبدالله سره په خبرو کې د سیاسي او اقتصادي سمونونو د دوام پر ارزښت خبرې کړي او په دې برخه کې یې اصلاحات د افغانستان د راتلونکې له پاره مهم بللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملي وحدت د حکومت د مشرانو اختلافاتو ته په اشاره کې ویلي، تفاهم ته رسیدل ساده کار نه دی؛ خو د افغانستان د غوره راتلونکې له پاره دا مساله مهمه ده.

هغه زیاته کړې، چې امریکا افغانستان ته ژمنه ده؛ خو دا نه شي ویلی، چې د ترهګرو د له منځه وړلو بهیر به څومره  وخت اخلي.

جان کربي په ډاګه کړې؛ مونږ نه شو کولی په افغانستان کې د ترهګرۍ د ریښو د وچولو له پاره مشخص تاریخ وټاکو. افغانستان یوازینی هېواد نه دی، چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز د افغانستان د خپلواکۍ د اووه نویمي کلیزې په مناسبت د دغه هېواد خلکو، حکومت او دولت ته هم مبارکي ویلې ده.

Trending

Exit mobile version