نړۍ

امریکا منځني ختیځ ته توغندی لېږدوونکی اوبتل واستاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۰, ۱۴۰۲)

د امریکا سمندري ځواکونو د شنبې پر ورځ ( د وري ۱۹ / د اپریل ۸ ) په ډاګه کړې، چې د منځني ختیځ په بحرین کې یې د امریکا د پېنځمې جنګي بېړۍ د ملاتړ لپاره د اتومي ځواک لرونکی د لارښوونې وړتوغندی لېږدوونکی اوبتل ځای پر ځای کړی دی.

د رویترز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د جنګي بېړۍ قومندان تیموتي هاوکینز په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د یو اس اس USS فلوریدا اوبتل د پنجشنبې پر ورځ ( د وري ۷ / داپریل ۶ ) سیمې ته ننوتی او د جمعې پر ورځ له سویز کانال څخه تېر شوی دی.

هاوکینز دا یادونه هم وکړې، چې دا اوبتل د ۱۵۴ توماهاوک توغندیو د لیږدولو وس لري او د ځمکنیو بریدونو لپاره ځانګړي شوي، چې نه یوازې د امریکا د پېنځمې جنګي بېړۍ ملاتړ کوي، بلکې د سیمه‌ییز سمندري ثبات او امنیت لپاره هم مرسته کوي.

Trending

Exit mobile version