تازه خبرونه
امریکا وینزیویلا ته د ایران ۴ تېل لیږدوونکې کښتۍ درولي
امریکا وینزویلا ته د ایران ۴ پر تېلو بار کښتۍ درولي او ویل کیږي، چې دا کړنه یې د ایران په وړاندې د واشنګتن له بندیزونو څخه د سرغړونې لپاره تر سره کړې ده.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي، چې ایران باید وینزویلا ته څه ونه لیږدوي او دغه نیول شوې پر تېلو بار ایرانۍ کښتۍ اوس د تګزاس ایالت هیوستون ښار ته د لیږدولو په حال کې دي.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي، چې د تېلو ډکې دا کښتۍ یې د “بهرنیو همکارانو په مرسته” ضبط کړې دي.
دغه بنسټ زیاته کړې؛ دوی له ۴ کښتیو شاوخوا ۱.۱۱۶ میلیون تېل راګرزولي، چې دا په امریکا کې پر ایران ترټولو لوی بندیز شمېرل شوی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ایران په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي لخوا د ایراني کښتیو له راګرزولو ستاینه کړې ده.
د دې وزارت په راپور کې راغلي؛ د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک په مشرۍ زمونږ دیپلوماسۍ وکولی شول د تېلو د دغو لیږدوونکیو کښتیو مخه ونیسي او د امریکا د بندیزونو په پلي کولو کې له ملي امنیت او عدلیې وزارت سره مرسته وکړي.
په وینزویلا کې د ایران سفیر حجت سلطاني د امریکا دا ادعاوې رد کړې، چې ګنې د دوی تېل لیږدوونکې کښتې یې نیولې دي.
په ونزیولا کې د ایران سفیر سلطاني ویلي، چې دا د امریکا “دروغ او رواني جګړه” ده.
هغه زیاته کړې، چې دا نه ایرانۍ کښتۍ دي او نه یې هم واکمن او رپی له ایران کومه اړیکه لري.
د یادونې ده، چې ایران په سیمه کې له نږدې یو کال راپدیخوا د هستوي هڅو او یو شمېر نورو کړنو له کبله د امریکا له بندیزونو سره مخ یو هېواد دی.