سیمه ییز خبرونه
امریکا پر ایران تازه بریدونه کړي؛ ایران پر کویټ او بحرین توغندیز او بېپیلوټه بریدونه کړي
دغه بریدونه څو ساعته له هې وروسته وشول، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د ده پر باور له ایران سره لنډمهالی اوربند نور پای ته رسېدلی دی.
د امریکا پوځ اعلان کړی، چې د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ د خوندي ساتلو لپاره یې پر ایران د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی. واشنګټن وایي، دغه بریدونه د سېشنبې پر ورځ په دې نړیوالې اوبلاره کې پر درې بار وړونکو بېړیو د شوي برید په غبرګون کې ترسره شوي دي.
دغه بریدونه څو ساعته له هې وروسته وشول، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د ده پر باور له ایران سره لنډمهالی اوربند نور پای ته رسېدلی دی.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ(سېنټکام) په ایکسپاڼه کې لیکلي؛ ځواکونو یې پر ایران نور بریدونه هم پیل کړي، چې د هرمز تنګي د بېړیو د آزاد تګ راتګ د ګواښولو لپاره د ایران وړتیا نوره هم راکمه کړي.
سېنټکام ایران د هرمز تنګي په نړیوالې اوبلاره کې پر سوداګریزو بېړیو او ملکي عملې د وروستیو بریدونو مسوول هم بللی دی.
له دغو بریدونو وروسته د ایران د سویلي ساحل څو ښارونه ویشتل شوي او د ځینو سیمو برښنا پرې شوې ده.
دغه رتاز ایران د دوهیمې پرلهپسې ورځې لپاره پر کویټ او بحرین، چې د امریکا پوځي اډې په کې شته، راکټي او بېپیلوټه بریدونه کړي دي.
د کویټ دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونه د راکټونو او بېپیلوټه الوتکو په شنډولو بوخت دي. قطر هم د لنډ وخت لپاره د «لوړې امنیتي ګواښ» خبرداری ورکړ، خو څو ساعته وروسته یې وضعیت عادي اعلان کړ.
یوه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي؛ رویټرز ته ویلي، چې د امریکا د چارشنبې بریدونه به د سېشنبې تر بریدونو پراخ وي.
ډونالډ ټرمپ هم په «ټروتپاڼه » کې لیکلي:« دا بریدونه د ایران له لوري د بېړیو د پروني بمبارډ په ځواب کې ترسره شول. که دا کړنې تکرار شي، د امریکا ځواب به ډېر سخت وي.»
د هرمز تنګی، چې د جګړې له پیل مخکې د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه نفت ترې لېږدېدل، اوس هم پر ایران د فشار یو مهم اهرم ګڼل کېږي. که څه هم تهران پر بېړیو د بریدونو مسوولیت نهدی منلی؛ خو شنونکي وایي، ایران له دې ډول اقداماتو څخه په خبرو اترو کې د خپلې معاملې د ځواک د زیاتولو لپاره کار اخلي.
د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي محمد باقر قالیباف په ايکس کې لیکلي: «امریکا اوس هم نهده زده کړې، چې زورواکي او پر ژمنو نه درېدل نور بېبیې نهدي. په ډاګه وایم؛ که ووهئ، نو ځواب به یې هم ووینئ.»
هغه زیاته کړې:« د هرمز تنګی یوازې د ایراني ترتیباتو له مخې پرانیستل کېږي، نه د امریکا پر ګواښونو.»
د بریدونو دې نوي پړاو هغه هیلې کمزورې کړې، چې د جون پر اووهلسمه لاسلیک شوې هوکړه به پر تلپاتې هوکړې بدله شي او جګړه به پای ته ورسوي. دغه جګړه د فبرورۍ پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته پیل شوې وه.
ټرمپ له دې مخکې، په ترکیه کې د ناټو له غونډې مخکې د دې هوکړې د برخلیک په اړه ویلي وه:« زما په اند، دا هوکړه نوره پای ته رسېدلې ده. نور نه غواړم له ایران سره خبرې وکړم.»
هغه با هم ویلي وه:« ان که له ایران سره هوکړې ته ورسېږو؛ ډاډه نهیم، چې هغه به پرې عمل وکړي. زه هغوی د باور وړ لوری نهګڼم.»
سره له دې هم ټرمپ ویلي، چې د پراخې جګړې د بیا پیل تمه نهلري او اوس هم څرګنده نهده، چې د دایمي هوکړې لپاره خبرې به دوام وکړي که نه.
هغه زیاته کړې:«فکر نه کوم جګړه بیا پیل شي. هر څه، چې وشي ډېر ژر به پای ته ورسېږي او په پایله کې به امنیت، په ځانګړي توګه د تېلو د بازار امنیت؛ نور هم ټینګ شي.»
له بریدونو وروسته د تېلو بیه نږدې یو سلنه لوړه شوه او د هر بېرل بیه ۷۸ اعشاریه ۸۰ ډالرو ته ورسېده؛ خو اوس هم د اپرېل د وروستیو له څه باندې ۱۲۰ ډالرو ریکارډ څخه ټیټه ده.
د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې ډېری بریدونه د هرمز تنګي له ساحلونو تر عمان سمندر پورې سویلي سیمې ویشتل شوې دي.
بندرعباس، چې د ایران تر ټولو ستر بندر او د سمندري ځواکونو او سپاه پاسداران مهمې اډې په کې دي، او همدارنګه کنارک او چابهار، چې د پاکستان پولې ته نږدې دي؛ د بریدونو له هدفونو څخه ول.
د مهر خبري آژانس ویلي؛ د چابهار په ډېرو سیمو کې برښنا، چې د بریدونو له کبله پرې شوې وه؛ بېرته وصل شوې ده.
ایراني رسنیو هم د چابهار د سمندري ټرافیک د کنټرول برج له پر نښه کېدو خبر ورکړی دی.
د ایران دولتي رسنیو ویلي، چې د ایرانشهر پر هوايي ډګر په برید کې یو اوروژونکی وژل شوی دی. پرس ټلوېزیون هم راپور ورکړی، چې امریکايي برید د ایران په شمال کې د آققلا ښار ته نږدې د اورګاډي یو پُل پر نښه کړی دی.
د امریکا د تازه بریدونو له پیل مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي وه، چې دغه بریدونه د هوکړې د مادو خلاف دي؛ ځکه د هوکړې یوه ماده د هرمز تنګي د بېړیو د خوندي تګ راتګ د میکانیزم د ټاکلو مسوولیت ایران ته سپاري.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون ویاند هم ویلي وه، چې د تهران د غچ اخیستونکو غوراویو له ډلې د اټومي وسلو د نه خپرېدا له تړون څخه وتل، د اټومي تګلارې بدلون او د بابالمندب تنګي تړل شامل دي.
په ملګرو ملتونو ټولنه کې د ایران استازولۍ هم امنیت شورا ته په یوه لیک کې امریکا د« ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو ژمنو پر ښکاره سرغړونې » تورنه کړې او څرګندوي، چې د واشنګټن بریدونو د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه ماته کړې ده.