تازه خبرونه

امریکا په افغانستان له سولې وروسته پر پروګرامونو کار کوی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۳, ۱۳۹۹)

بهرنیو دیپلوماتانو آریانا نیوز ته ویلي، چې امریکا له طالبانو سره د سولې له احتمالي هوکړې وروسته هم خپلې مرستې روانې ساتي او پر داسې پلان کار کوي، چې ورسره پرمختیايي، بېخبنایي، اقتصادي او د کارموندنې چارې روانې وساتل شي.

داسې ښکاري، چې نړیوال په افغانستان کې د سولې له ټینګښت وروسته له دغه هېواد سره د خپلو مرستو د دوام پر پلان کار پیل کړی دی.

یو شمېر بهرنیو ديپلوماتانو آریانا نیوز ته ویلي، چې امریکا له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته د خپلو همکاریو پلان جوړوي. کارموندنه، په ټولنه کې د طالبانو ادغام، او پرمختیايي چارې د امریکا د نوي پلان پراخې برخې ګڼل شوې دي.

 په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وایي؛ نه یوازې وسلوالو طالبانو ته د هېواد په ملي ځواکونو کې د کارکولو، بلکې په ملي او نړيوالو اقتصادي پروژو کې د پانګونې له لارې ورته د کارزمنینه برابرول او غواړي وویني، چې طالبان د بیارغونې یوه برخه ده.   

د افغانستان د روان کال د ملي بودجې یو سل و څوارلس میلیارد افغانۍ پرمختیايي چارو ته بېلې شوې دي، چې ډېره برخه یې د نړیوالو مرستې دي. په ځانګړي توګه امریکا اته اعشاریه څوارلس میلیارد افغانۍ مرسته کړې ده.

له بلې خوا افغان دولت د نوامبر په میاشت کې د ژنیو نړیوالې غوندې ته چمتووالی نیسي او تمه لري، چې د ژینو په غونډه کې به افغانستان ته د نړیوالو مالي ملاتړ تر لاسه کړي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ويلي؛ په نوامبر میاشت کې د ژنیو د نړیوالې غونډې په اړه کار روان دي، چې وکولی شي افغانستان ته د نړیوالو مالي ملاتړ تر لاسه کړي.

د سولې په برخه کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري ويلي؛ دوی وار له مخه څېړنې پیل کړي، چې له طالبانو سره سولې ته له رسیدو وروسته او مخکې هېواد څه ته اړتیا لري.

اټکل داسې دی، چې له سولې وروسته به د بیکاري د له منځه وړلو او په هغو سیمو کې، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پاتې شوي او کلونه له پرمختګ وروسته پاتې دي، د بیا رغونې چارې پیل شي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو د عالي شورا رييس شبیر بشیري وایي: د افغانستان ستره ستونزه داده، چې اقتصادي خپلواکي نلري؛ ځکه، نو اړتیا داده، چې د اقتصادي خپلواکۍ پر لوري ډاډمن ګامونه پورته شي.  

د افغانستان په بیا رغونه د امریکا د څار ادارې د مفتش استازي او یو شمېر اقتصادي کارپوهانو له جنګ وروسته افغانستان د اقتصاد په اړه اندېښمن شوي او له امریکا او مرستندویانو یې غوښتي، چې له سولې وروسته د افغانستان د مالي او پوځي ملاتړ لپاره منظم پلانونه جوړکړي.

د طالبانو او امریکا په هوکړه لیک کې هم راغلي، چې امریکا به له نوي دولت سره په اقتصادي برخه کې همکاري کوي؛ خو په کورنیو چارو کې به یې لاسوهنې نه وهي.

د طالبانو او امریکا د سولې له هوکړې وروسته اوس هیلې داسې دي، چې ښايي د افغانانو له خپلمنځي خبرو وروسته د افغانستان دوه لسیزې جګړه پای ومومي؛ خو په امریکا کې انګیرنې ښیي، چې له جګړې وروسته افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

دوی ويلي، چې نړیوال او په ځانګړي توګه امریکا باید په افغانستان کې د غښتلي پوځ او نظام تر جوړیدو پورې له افغانستان سره خپلې همکارۍ روانې وساتي.

 د امریکا د پوځي پوهنتون د اقتصاد استاد واکر ویلي؛ افغانستان ته ورته هېوادونه، چې څو لسیزې په جګړه کې ول، له سولې او ټيکاو وروسته هم مالي او اقتصادي همکاریو ته اړتیا لري.

د افغانستان په بیا رغونه کې د امریکا د څار ادارې مسوولینو هم ويلي، چې له افغانستان سره له سولې وروسته مالي ملاتړ باید دوام ومومي او باید د مرستو ډېر تمرکز پر پوځي برخو وي.

له دې ټولو سره- سره افغانان اوس د خپلمنځي خبرو پیلیدو ته سترګي پر لار دي، چې ښايي په کې به روانه جګړه پای ومومي.

Trending

Exit mobile version