تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت ملاتړې نده – راس ویلسن
په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسن د چارشنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۴) غرمه مهال وویل، چې امریکا په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت ملاتړ نکوي او نه د یوه کس پلوي غواړي.
دا غږ له هغې وروسته راپورته شو، چې د افغانستان سیاستمدارانو تېره اوونۍ د لنډمهاله حکومت د شونتیا اند وړاندې کړ او اوس په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي په خپل یولړ ټویټونو کې څرګنده کړې، چې امریکا د لنډمهاله حکومت ملاتړ ندی کړی.
راس ویلسن ویلي؛ امریکا غواړي په افغانستان کې تاوتریخوالی کم او اوربند رامنځته کړي.
هغه دا هم په ډاګه کړې: د افغانستان د سولې خبرو پایلې له افغانانو سره تړاو لري. مونږ باور لرو، چې دا پایلې به د افغانانو هیلې وځلوي. په دوحه کې د سولې د خبرو لومړي پړاو د افغانستان د سولې په بهیر کې یو مثبت ګام و؛ خو ډېر نور څه هم باید تر سره شي. د تاوتریخوالي کمولو او د اور بند رامنځته کولو لپاره د امریکا غوښتنې ډاډمنې دي.
راس ویلسن زیاته کړې، چې مونږ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د افغانستان د سولې خبرو په اړه مشورې کړې دي، چې باید دا بهیر ګړندی شي.
هغه ویلي؛ امریکا ژمنه کوي، چې په افغانستان کې د جنګ پای او سیاسي حل ته لار اواره له خپلو ګاونډ هېوادونو سره په امنیت، ثبات او سوله کې ژوند وکړي.
هغه دا ټینګار هم کړی، چې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې باید وساتل شي.
له دې مخکې راپورونه داسې ول، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د لنډمهاله حکومت پر جوړولو د دغه هېواد له سیاستوالو سره خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.
د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
تازه خبرونه
بلجیم د اروپايي ټولنې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون لپاره ویزه صادره کړه
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
بلجیم اعلان کړی، چې د اسلامي امارت پېنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په اړوند ناسته کې یې د ګډون لپاره ویزه صادره کړې ده. دا لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د هغو د استازو کوربهتوب کوي.
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
رویټرز د دوه اروپايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د دې پلاوي ویزه یوازې سېشنبې( د جون درویشتمه) لپاره اعتبار لري.
ویل شوي، اروپايي کمیسیون تېره میاشت د اسلامي امارت چارواکي بروکسل ته وربللي وه، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي.
اروپايي کمیسیون ټینګار کړی، چې دا ناسته یوازې تخنیکي ده او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نهلري.
د کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، غړي هېوادونه د هغو کسانو د بېرته ستنولو لارې چارې ارزوي، چې سخت جرمونه یې کړي یا امنیت ته ګواښ بلل کېږي او دا ناسته هم په همدې تړاو جوړېږي.
د رویټرز له لوري د لیدل شوي لیک له مخې، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته استول شوی؛ د خبرو اصلي محور د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل دي، چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نهلري.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
