تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې پر هوایي بریدونو محدودیتونه وضع کړل
د امريکا ولسمشر جوبایدن یو پټ لارښود لاسلیک کړی، چې له مخې یې د افغانستان په ګډون د جګړې له سیمو بهر، د ترهګرو ډلو پر ضد د امریکا د بې پیلوته الوتکو بریدونه محدودوي.
نیویارک تایمز راپور ورکړی، چې د دې سند له لاسلیک کېدو وروسته به د هغو کسانو په نوملړ کې د شکمنو ترهګرو شاملول، چې په مستقیم ډول په نښه کېدی شي؛ د جو بایدن تصویب ته اړتیا ولري. د امریکا د ولسمشر لخوا د دغه فرمان لاسلیک کېدل په دې معنا دي، چې امریکا غواړي د خپلو بې پیلوته الوتکو کوماندويي بریدونه له جګړې څخه په لرې سیمو کې وکړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له دې وروسته اړوند بریدونه د بایدن تصویب ته اړتیا ولري.
د نیویارک تایمز ورځپاڼې د راپور په یوه برخه کې راغلي؛ جوبایدن د جمعې پر ورځ د امریکا د استخباراتو ادارې ته دغه لارښود سند وراستولی دی. د دې سند له مخې، د هغو کسانو په نوملړ کې د شکمنو ترهګرو شاملول، چې په مستقیمه توګه په نښه کیدی شي؛ د بایدن تصویب ته اړتیا لري. دا ښيي، چې متحده ایالتونه پلان لري د کړکېچنې نړۍ د لومړیتوبونو په سیالۍ کې، د بې پیلوته الوتکو او کمانډو بریدونه له جنګي سیمو لرې ترسره کړي.
نيويارک تايمز ليکلي، دغه نوی لارښود په افغانستان، سوماليا، يمن او د د دیورند پورې غاړه قبايلي سيمو په ګډون په څو نورو هېوادونو کې، چې په وروستيو کلونو کې د بې پيلوته الوتکو بريدونه په کې شوي دي؛ د امريکا عمليات محدودوي.
له دې سره هممهاله اسلامي امارت وايي، چې امریکا باید د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي او پر افغان خاوره هر ډول بریدونه ودروي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ د دا ډول بریدونو تکرار له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او د افغانستان پر خاوره تېری دی او دا به د کابل او واشنګتن ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.
د امريکا ولسمشر په داسې حال کې پر افغانستان د بې پيلوته الوتکو پر بريدونو محدویت وضع کړل، چې شاوخوا دوې نيمې مياشتې وړاندې امريکايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د کابل په شېرپور سیمه کې پر يوه کور هوايي بريد وکړ او وروسته د امريکا ولسمشر ادعا وکړه، چې په دغه برید کې یې د القاعده شبکې مشر الظواهري وژلی دی.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
تازه خبرونه
په واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.
د بدخشان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس امانالله چهره ويلي، د «ورېښمو لارې» د سړک جوړولو پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لهخوا پلې شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.
هغه زیاتوي؛ د دغه سړک د جوړولو چارې په تېرو پېنځه کلونو کې پرمخ تللي او اوس یې چارې بشپړې پای ته رسېدلې دي.
چهره زیاته کړې؛ د نقشې او ډیزاین له مخې د دغه سړک سور له اووه څخه تر ۱۰ مټرو پورې دی او په اوږدوالي کې یې درې ستر پلونه جوړ شوي دي. یو پل د چین پولې ته نږدې، بل د بزای ګنبد په سیمه او درېیم پل د برغل په سیمه کې جوړ شوی، چې د هر یوه اوږدوالی شاوخوا ۲۰ څخه تر ۲۲ مټرو پورې دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه سړک په اوږدو کې ګڼ شمېر د اوبو تېرولو واړه پلچکونه هم جوړ شوي، چې روانې اوبه په مناسبه توګه له سړک څخه واوړي.
ویل کیږي، چې دغه سړک به په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه3 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه2 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی4 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
