نړۍ

امریکا په عراق کې د کتائب حزب الله یو قومندان وواژه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۴۰۲)

د امریکا مرکزي قومندانۍ د چارشنبې پر ورځ ( د سلواغې اتلسمه / د فبرورۍ اوومه ) ویلي، چې ځواکونو یې په یوه هوايي برید کې د ایران د ملاتړې ډلې کتائب حزب الله یو قومندان وژلی دی.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ دغه قومندان په سیمه کې پر امریکا ځواکونو د بریدونو له مسوولیته برخمن و.

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې دا برید د درې وژل شویو امریکايي عسکرو غچ اخیستنه ده.

امریکایی ځواکونه وايي، چې په برید کې د ولسي تلفاتو هیڅ نښه نه لیدل کېږي.

د ټولنیزو رسنیو د خپرې شوې ویدیو له مخې؛ د بغداد په لویه لار کې له یوه موټر لمبې پورته شوې.

د امریکايي ځواکونو په اعلامیه کې راغلي، چې له خپلو خلکو څخه د ساتنې لپاره به پرله‌پسې ډاډمنې هڅې کوو او له هغو خلکو سره به حساب کیږي، چې د امریکايي ځواکونو خوندیتوب ګواښي.

د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو ويلي، چې د اکتوبر له میاشتې راپدیخوا پرې ۱۶۵ بریدونه شوي، ‌چې ۶۶ په عراق، ۹۸ په سوریه او نور یې په اردن کې رامنځته شوي دي. په عراق کې د «مقاومت ډلې» د ډېرو بریدونو مسوولیت منلی دی.

امریکا په عراق او سوریه کې پر دغو ډلو د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې، چې تر دې دمه تقریباً ۱۷۰ بریدونه شوي دي. په دغو بریدونو کې یې درې ځایونه په عراق او څلور نور په سوریه کې وېشتي دي.

د امریکایي ځواکونو د تازه ارزونې له مخې؛ څه باندې ۸۰ هدفونه پر نښه شوي، چې د توغندیو د توغولو، استخباراتو او د بې پیلوټه الوتکو د الوځولو مرکزونه او تاسیسات په کې رانغښتي دي.

امریکايي چارواکو دا د خپلو عسکرو د وژل کېدو غچ اخیستل بولي؛ خو عراق د دغو بریدونو په اړه تند غبرګون ښودلی دی. بغداد د امریکا سفارت چارسمبالی هم ورغوښتی، چې د بریدونو په اړه ورته یادونه وکړي.

داسې ادعاوې هم کېږي، چې په دغو بریدونو کې د عراق حکومت د امنیتي ځواکونو ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې عراق ته په دې اړه خبرداری ورکړ شوی نه‌دی او باید د امریکا بریدونه ناڅاپي ونه‌ګڼل شي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند تورن جنرال پاټ رایډر د دوشنبې پر ورځ ویلي: داسې پلان نه‌لري، چې په عراق او سوریه کې د ډېر وخت لپاره عملیات وکړي؛ خو د خپلو عسکرو د وژل کېدو غچ اخیستل یې بشپړ شوي نه‌دي.

په عراق کې تقریبآ ۲۵۰۰ امریکایي عسکر پراته دي، چې له داعش سره په جګړې کې د دې هېواد امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي.

بغداد او واشنګټن د امریکايي ځواکونو د شتون د کموالي په اړه خبرې پیل کړې او چارواکي وايي، چې دا رابطه له داعش سره د مبارزې د ماموریت یوه دودیز پوځي اړیکه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې یمني حوثيان د امریکا له خبرداري سره – سره په سره بحیره کې خپل بریدونه روان ساتلي دي.

Trending

Exit mobile version