نړۍ
امریکا په ټوله نړۍ کې د ویزې مرکه وځنډوله
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سېشنبې پر ورځ ویلي، دې وزارت په ټولو امریکايي سفارتونو او قونسلګریو کې د روزنې نوی پروګرام پیل کړی دی، چې د پلي کېدا لپاره به یې د ویزې د خدمتونو مهالوېش بدل شي.
د کډوالۍ د سختو کړنو په اړه د امریکا حکومت په ټوله نړۍ کې د ویزې مرکه لنډمهالې درولې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سېشنبې پر ورځ ویلي، دې وزارت په ټولو امریکايي سفارتونو او قونسلګریو کې د روزنې نوی پروګرام پیل کړی دی، چې د پلي کېدا لپاره به یې د ویزې د خدمتونو مهالوېش بدل شي.
ټرمپ د خپلې دوهیمې ولسمشرۍ پر مهال د کډوالۍ په اړه سخته تګلاره غوره کړې؛ دا پروګرام د کډوالو جبري ایستل، د ویزو او شینو کارتونو لغوه کول او د بېلابېلو دلایلو له مخې د ځینو کډوالو د غوښتنلیکونو ردول رانغاړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ له دې روزنې موخه د قونسلګرۍ له کارکوونکو سره مرسته ده، چې د ویزې غوښتنلیکونه پوره وڅېړي او هغه غوښتونکي وپېژني، چې ښايي په راتلونکي کې د امریکا پر دولتي مرستو متکي شي.
فایننشل ټایمز مخکې راپور ورکړی؛ د کډوالۍ د ویزو ځینو هغو غوښتونکو، چې په امریکايي سفارتونو او قونسلګریو کې یې د مرکې وخت اخیستی و؛ برېښنالیکونه ترلاسه کړي او د خپلو مرکو د وخت له بدلون څخه خبر شوي دي.
د دې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې، د مرکو نوې نېټې به وروسته اعلان شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کیږي، چې د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ تګلارې له حقوقي مخالفتونو سره هم مخ دي.
یوه امریکايي قاضي د جمعې پر ورځ د ۷۵ هېوادونو د غوښتونکو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو ځنډول لغوه کړل او څرګندوي، چې دا اقدام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له قانوني واک څخه اوښتی دی.
د بشري حقونو ډلو هم د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ تګلارې تبعیضي بللې او ویلي یې دي، چې دا اقدامات د بیان پر آزادۍ او د کډوالو پر قانوني حقونو اغېز کولی شي.
ټرمپ د ۲۰۲۴ز.کال د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې له ناقانونه کډوالۍ سره به مبارزه کوي؛ خو حکومت یې د دې ترڅنګ د قانوني کډوالۍ ځینې بهیرونه هم سخت کړي دي.