تازه خبرونه
امریکا په کابل د وروستي هوایي برید زیانمنې کورنۍ ته د تاوان ورکولو ژمنه وکړه
د امریکا دفاع وزارت هغې افغان کورنۍ ته د غرامت ورکولو هڅه کوي، چې د روان میلادي کال د اګست په وروستیو ورځو کې یې د یوې کورنۍ پر ۱۰ غړیو ډرون برید تر سره کړ.
پنټاګون تېره ورځ ویلي، چې د کابل په ډرون برید کې زیانمنې کورنۍ ته پر تاوان ورکولو سربېره په امریکا کې د اوسېدو او مېشتېدو زمینه هم برابره کړي.
پنټاګون ویلي وه، چې د اګست پر ۲۹ د ډرون برید موخه د هغه داعشیانو وژل وول، چې پر کابل هوایي یې د برید نیت درلود؛ خو بیا وروسته پوه شول، چې وژل شوي ۱۰ کسان د ۷ ماشومانو په ګډون ټول ملکي وګړي وه.
له هغه وروسته د امریکا دفاع وزیر د دغه برید بخښنه وغوښته؛ خو د یادې کورنۍ غړیو رسنیزه بخښنه رد کړې وه.
د امریکا دغې استخباراتي ناکامۍ په راتلونکي کې له لرې د افغانستان د پوځي څارنې پروګرام زیانمن او تر پوښتنې لاندې راوست.
ویل کیږي، چې امریکا له دې مخکې هم په سلګونه هوايي بریدونو کې بې شمېره ملکي وګړي وژلي دي.