Connect with us

تازه خبرونه

امریکا ژوند ژغورونکې بشري مرستې له ځنډولو مستثنی کړې

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډولو په جریان کې د ځینو ژوند ژغورونکو بشري مرستو لپاره استثناوې رامنځته کړې دي.

خپور شوی

د

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو مرستو د ۹۰ ورځني ځنډ په جریان کې د مهمو بشري مرستو د چمتو کولو امر صادر کړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډولو په جریان کې د ځینو ژوند ژغورونکو بشري مرستو لپاره استثناوې رامنځته کړې دي.

مارکو روبیو د بشري مرستو تعریف داسې کړی، چې په کې ژوند ژغورونکي اړین درمل، روغتیايي خدمات، خواړه، سرپناه، د معیشت مرسته، تجهیزات او همدارنګه د دې مرستې چمتو کولو لپاره مناسب اداري لګښتونه شامل دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یادښت له مخې؛ د امریکا د ژغورنې ځینې مرستې به د بهرنیو مرستو د درې میاشتني ځنډ په جریان کې دوام ومومي. په داسې حال کې د امریکا د مرستو ځنډول په افغانستان کې د یو شمېر ادارو د فعالیتونو د بندیدو لامل هم شوي دي.

سپینه ماڼۍ وايي، چې امریکا ته د کډوالۍ مسله هم تر بیاکتنې لاندې ده او د بهرنیو چارو وزیر به پدې اړه ولسمشر ته راپور وړاندې کړي.

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویټ وایي:  “ولسمشر یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ، چې له نورو هېوادونو څخه د راغلو کډوالو او غیرقانوني کډوالو د پروسس کولو پروسه ګړندۍ کړي. دا فرمان د بهرنیو چارو وزیر ته هم لارښوونه کوي، چې پدې بهیر بیاکتنه وکړي. د بهرنیو چارو وزیر اړ دی، چې ولسمشر ته راپور ورکړي.”

له بلې خوا د افغانانو د ایستلو د پروګرام مسوول کس په واشنګټن غږ وکړ، چې خپل افغان متحدین وژغوري.

د افغان کډوالود ایستلو د ائتلاف رییس شان وینډیور ویلي: “ډېرې کورنۍ له خپلو عزیزانو سره د بیا یوځای کېدو پر تمه دي. دوی اندېښمن دي، چې څه به ورسره کیږي. مونږ دوی ته د مرستې ژمنه کړې. ژمنې مشروطې نشي کیدی باید رښتینې او عملي وي.”

د امریکا د مرستو له ځنډولو سره سم راپورونه خپاره شوي، چې په دوحه کې د افغانستان امریکایي پوهنتون د دې حکم په پایله کې خپل ځینې فعالیتونه کم کړي دي.

تازه خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله

هغه په ​​ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.

هغه په ​​ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”

خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیان‌منونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بې‌رحمي روانه ساتلې ده.

هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قطر په اوبو کې د یوې چورلکې د راغورځېدا د مرګونې پېښې له کبله د قطر او ترکیې حکومتونو او خلکو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د قطر په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدا له کبله اووه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي، چې د دې پېښې لامل تخنیکي ستونزه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

Published

on

په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلام‌آباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.

ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بې‌ثباته کېدی نشي.»

دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلام‌آباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.

هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»

د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بې‌ځایه شوي دي.

پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسله‌وال بریدونه د افغانستان له خاورې  تنظیمېږي.

په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!