بی بی سی پښتو

امریکا کې د خپلې مېرمنې د وژلو له امله یو سړی په ۳۰ کلن بند محکوم شو

Published

on

BBC
دا جوړه د امرالډ پرېنسیس تفریحي کښتۍ کې په چکر وتلې وه.

د امریکا د یوټا ایالت هغه سړی په ۳۰ کاله بند محکوم شو چې پر ۲۰۱۷ کال یې د دغه هېواد په الاسکا ایالت کې خپله مېرمن په تفریحي کښتۍ کې وژلې وه.

درې څلوېښت کلن کنېټ منزنارس تېر کال د خپلې ۳۹ کلنې مېرمنې کرېسټي وژل ومنل، چې مړی یې د دوی په کابین کې پیدا او څو ځایه سر ته ټپي و.

دا جوړه د ۲۰۱۷ کال جولای کې له خپلو درې لوڼو او نورو خپلوانو سره په چکر وتلې وه.

چارواکي دا وژنه “بوږنوونکې او ځناورتوب” بولي.

فدرالي څارنوال براین وېلسن د پنجشنبې په ورځ دغه وژونکي ته تر سزا اورولو وروسته وویل: “دا سزا به کرېسټي خپلې کورنۍ او ملګرو ته ستنه نه کړي، خو هیله لرو چې د عدالت حس به وښيي. “

هغه زیاته کړه: “دا ناڅاپي تاوتریخولی نه و، بلکې د انساني ژوند یوه بوږنوونکې بې پروايي وه. منزنارس به له مشروطې بښنې پرته دېرش کاله بند کې وي، وروسته به پنځه کاله څارل کېږي. “

د اېف بي ای استازی رابرټ برېټ وايي، هیڅ پلمه هم د دغه مجرم وحشت توجیه کولی نه شي:

دا پېښه د امریکا اوبو کې شوې وه، ځکه فدرالي چارواکو پرمخ بووله.

د محکمې سندونه وايي، هغه ماښام د کنټ او کرېسټي منزنارس خپلمنځي جنجال کې کرېسټي طلاق وغوښت.

د دوی لوڼه له خپلوانو سره د یو ځای کېدو لپاره د کښتۍ له کابین ووتې وروسته چغې واورېدل شوې

یو شاهد چې د امنیتي استازو تر رسېدو مخکې کابین ته ورغلی کېنټ یې په داسې حال ولید چې د کرېسټي مړی یې بالکون ته اېست.

دا پېښه د ۲۰۱۷ کال د جولای پر ۲۵ د امرالډ پرانسیس تفریحي کښتۍ کې شوې وه، چې پرانسیس سمندري چکر په نوم کمپنۍ یې اداره کوي.

Trending

Exit mobile version