تازه خبرونه

امریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل

د دغه افغان مدافع وکیلې آلما ډیوېډ ویلي، چې د هغې موکل د شل کلونو په لومړیو کې دی او په امریکا کې یوې محکمې له دې مخکې افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه.

Published

on

امریکا ۱۲ افغان وګړي له خپلې خاورې ایستلي او د مرکزي افریقا جمهوریت ته یې لېږدولي دي. په ایستل شویو کسانو کې یو داسې ځوان افغان هم شته، چې د کورنۍ غړو یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د دغه افغان مدافع وکیلې آلما ډیوېډ ویلي، چې د هغې موکل د شل کلونو په لومړیو کې دی او په امریکا کې یوې محکمې له دې مخکې افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه.

افغان ایوک نومي بنسټ، چې له امریکا سره د همکارۍ کوونکو افغانانو ملاتړ کوي؛ د امریکا د مدني آزادیو ټولنې او د بشري حقونو فرسټ بنسټ په ګډه تائید کړې، چې دغه افغان هم له امریکا ایستل شوی دی.

د هغه یو ورور، چې اوس په امریکا کې ژوند کوي؛ د افغانستان د پخواني حکومت په پوځ کې له امریکايي ځواکونو سره یوځای خدمت کړی دی. بل ورور یې پیلوټ و، چې د امریکا له لوري روزل شوی و.

نیویارک ټایمز دغه افغان خلیل نومی یاد کړی او څرګندوي، چې پلار او خور یې هم له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د بشري حقونو فرسټ بنسټ د کډوالو د پالیسۍ او حقوقو د برخې مشر ساوي آروي ویلي، چې د دغو کسانو الوتکه د شنبې پر ورځ د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته رسېدلې ده. په دې الوتکه کې ۱۲ افغان، اته ایراني او یو شمېر نیپالي او نیکاراګویي وګړي لېږدول شوي دي.

دغه بنسټ ویلي، چې سږ کال مرکزي افریقا جمهوریت ته دا د امریکا درېیمه د ایستلو الوتنه ده.

دغو ایستنه د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کډوالۍ پر وړاندې د سختې پالیسۍ یوه برخه بلل کېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې مرکزي افریقا جمهوریت ته سفر ونه‌کړي او د ناامنۍ، جرمونو، تښتونې، روغتیايي ستونزو او ترهګرۍ په څېر د خطرونو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version