تازه خبرونه
امریکا له افغانستان سره د ۷۷ میلیون دالرو یو تړون وروستی کړ
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د امریکا پوځ د ۷۷ میلیون دالرو پر ارزښت افغانستان ته د جنګي چورلکو پېریدلو یو تړون وروستی کړی دی.
د دغو چورلکو تړون د امریکا د اریزونا ایالت د الوتکو جوړولو یو شرکت ته سپارل شوی دی.
ټاکل شوې، چې د دغو چورلکو د سپارلو بهیر د ۲۰۱۸ کال تر می میاشتې بشپړ شي.
امریکا په پام کې لري، چې تر ۲۰۲۰ کاله د افغانستان هوایي ځواک ته نوي جنګي تجهیزات وسپاري.