تازه خبرونه

امریکا افغانستان ته د ۴۰۰۰ نورو سرتېرو د رالیږلو پرېکړه کړې

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا متحده ایالاتو چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد دفاع وزیر جیم متیس پرېکړه کړې، چې ۴۰۰۰ زره نور امریکایي سیرتېري هم افغانستان ته راولیږي. دغه پرېکړه به په ځو راتلونکیو ورځو کې رسماً اعلام شي.

امریکايي رسنۍ په داسې حال کې د نورو پوځيانو له رالېږلو خبر ورکوي، چې وړمه ورځ ولسمشر ترمپ  دفاع وزير جيمز مټیس ته واک ورکړ، چې افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو پرېکړه پخپله وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو او ځينو نورو ډلو د پرمختگونو او ناامنيو  د زياتیدو پر مهال افغان چارواکي د امریکايي پوځيانو د زياتیدوو غوښتنه کوي. په داسې حال کې، چې  اوس هم د ناتو پر دوه زره ځواکونو سربېره اته زره څلور سوه امریکايي پوځيان شته دی.

په افغانستان کې د ناتو او امریکايي ځواکونو مشر قومندان جنرال جان نيکلسن په ډاګه کړې، چې دی په افغانستان کې دومره پوځيان نه لري، چې د طالبانو پر ضد په جگړې کې يې د افغان امنيتي ځواکونو مرستې ته ولېږي.

امريکايي جنرالان په داسې حال کې د نورو پوځيانو د لېږلو غوښتنه کړې، چې د چارو شنونکي او امريکايي ديپلوماتان هڅه کوي، چې د شپاړس کلنې افغان جگړې د پای ته رسولو لپاره سياسي لارې پيدا کړي او د روانې جگړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

د پنټاگون يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشيټید پريس ته ويلي، چې دغه نوي امریکايي پوځيان به د افغان امنيتي ځواکونو پر روزنه سربېره په ترهگرۍ ضد جگړه کې د طالبانو او داعش پر ضد هم جگړه وکړي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قومندان ستنلي مک کرستال د امریکا ولسمشر افغانستان ته د سرتېرو د لیږلو مسوول وباله او خبرداری یې ورکړ، چې د امریکایي سرتېرو زیاتوالی به په افغانستان کې وضعیت د داعش په ګټه بدل کړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري  بیا وایي، چې پر پاکستان له فشار راوړلو پرته هره بله ټاکنه د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره ناکامه ده.

امريکايي رسنۍ وايي، چې مخکيني ولسمشر بارک اوباما هم په ۲۰۱۰ کې افغانستان ته دېرش زره نور پوځيان د دې لپاره ولېږل، چې د طالبانو پر ضد جگړه تونده کړي او د سولې خبرو ته يې اړ کړي؛ خو د اوباما د هڅو پر خلاف طالبانو خپله جگړه نوره هم تونده کړه او د ځواکونو زياتوالي پرې اغېز ونه کړ.

په پاکستان کې پخوانی افغان دیپلومات احمد سعیدي وایي، د نورو سرتېرو په رالیږلو روانه جګړه پای ته نه رسیږي؛ د دغو سرتېرو پر  لګښت دې افغان ځواکونه تجهیز کړي او که سوله رامنځته شي باید په پاکستان کې ترورستی ځالې له منځه یوسي.      

د افغانستان په شپاړس کلن پوځي ماموریت کې تر اوسه شاوخوا دوه زره څلور سوه امریکایي سرتېري وژل شوي او میلیاردونه دالر یې لګولي؛ خو هیڅ داسې نښانې نه لیدل کیږي، چې جګوه دې پای ته ورسیږي، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره پیچلې کیږي.

Trending

Exit mobile version