تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې تاوتریخوالی نه غواړي- خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امریکایي دیپلومات زلمي خلیلزاد د طالبانو اختریز پیغام ته په غبرګون کې ویلي، چې تاوتریخوالی نور د منلو ندی او باید د افغانانو د وژنې بهیر پر پای ته رسولو کار وشي.

سیمې ته زلمی خلیلزاد په داسې حال کې د خپل سفر نوی پړاو پیلوي، چې طالب مشر د جګړې پر دوام ټینګار کړی او د نوموړي لخوا، واشنګتن د تاوتریخوالي پر دوام تورن شوی؛ خو زلمي خلیلزاد د طالبانو دې ادعا ته په غبرګون کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام نه غواړي.

هغه په یوه تویت کې څرګنده کړې، چې مونږ تاوتریخوالی نه غواړو. په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د منلو نده او مونږ نه غواړو هغه زیاته کړو. راځئ په خپلو کې داسې کار وکړو، چې تاوتریخوالی کم او یا یې ژر ودروو. د افغانانو وژنه باید پای ته ورسيږي.

زلمي خلیلزاد  سیمې ته په خپل نوي سفر کې تمه ښودلې، چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره یو پلان جوړ او د ترهګرۍ ضد هڅو لپاره د طالبانو د ګډون تضمین وروستی شي.

حکومت هم هیله من دی، چې د خلیلزاد او طالبانو بل پړاو خبرې د جګړو پای او د افغانانو خپلمنځي خبرو د پیل سبب وګرزي.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم وایي؛ اړینه ده، چې په دې اړه نړیوالې هڅې ډېرې او مونږ د سولې بهیر د پایلې لیدونکي شو.           

طالبانو او امریکایي استازیو تر اوسه ۶ ځله کتلي؛ خو دا، چې ولې طالبان اوربند نه اعلاموي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته نه حاضري د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار یې په اړه وایي: دا، چې له مونږ سره خبرې نکوي؛ زمونږ د خبرو او سولې په اړه دې خلک ووایي، چې له طالبانو سره د سولې خنډ څوک دی. ښکاره هڅې طالبان کوي؛ خو تر شاه آی اس آی دی، چې په افغانستان کې سوله نه غواړي.

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل، له ترهګرو سره ګډه مبارزه، اوربند او له حکومت سره مخامخ خبرې هغه مسایل ول، چې د طالبانو او امریکایي لوري په شپږم پړاو خبرو کې مطرح شوي دي.

Trending

Exit mobile version