تازه خبرونه

امریکا له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو نېټه په ډاګه کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، د جون پر ۲۹ به له طالبانو سره د خبرو اترو اووم پړاو پیل شي.

د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکانو د اووم پړاو خبرې پیلېدونکي دي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي سیمې ته له پرلپسې سفرونو وروسته دوحې ته ځي او د جون پر ۲۹ له طالبانو سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي.

نوموړي په ډاګه کړې، چې مونږ به د خبرو اترو بل پړاو د جون پر ۲۹ پیل کړو. افغانستان او قطر ته  مې وروستیو سفرونو باوري کړی یم، چې دواړه لوري د سولې د چټک بهیر غوښتنه لري.

طالبان پخپل دریځ، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي؛ ټینګ ولاړ دي او امریکا هم اوربند او د افغانانو خپلمنځي خبرې غواړي. داسې ښکاري، چې په دوحه کې اووم پړاو خبرې اترې به پایلې ته ورسیږي.

سیاسي هڅاند نظر محمد مطمئن ویلي، که دا پړاو خبرې اترې پایله ورنکړي، ممکن د سولې خبرې له بندون سره مخامخ شي.

طالبان نه غواړي له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي؛ خو دولت وایي، سولې ته د رسیدو یوازنۍ لار د طالبانو او حکومت تر منځ خبرې اترې دي.

د سولې عالي شورا ویاند غفو احمد جاوید ویلي، چې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ د سولې بل پړاو(اووم پړاو خبرې)  یو غوره کار دی او د سولې عالی شورا ترې هر اړخیز ملاتړ کوي.

ښاغلي جاوید زیاته کړې؛ هیله من یو، چې د اووم پړاو خبرو په پای کې د حکوت او طالبانو ناستې ته هم زمینه برابره شي.               

سیاسي هڅاند وحید مژده ډاډ څرګندکړی، چې له طالبانو سره د اووم پړاو په ناسته کې به له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو اعلان وشي.            

طالبانو هم د دوحې د ناستې له جوړیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي؛ ټاکل شوې دا ناسته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مسالې تمرکز ولري.

Trending

Exit mobile version