تازه خبرونه
امریکا، ناتو او افغان حکومت په تبلیغاتي جګړه کې ماته خوړلې- څېړنه
امریکایي لیکوال توماس جانسون په دې اثر کې د ناتو او افغان دولت پر ضد د طالبانو روایتونه په تبلیغاتي جګړه کې په ډاګه کړي دي. دا څېړنه، چې د یوه امریکایي لیکوال لخوا تر سره شوې، په دې وروستیو کې د یوه افغان خبریال لخوا فارسي شوی او نن( د چنګاښ۱۳) د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز غړیو ته وړاندې شو. دغه څېړنه ښيي، چې طالبانو په تبلیغاتي جګړه کې ناتو او افغان حکومت ته ماته ورکړې ده.
د کتاب ژباړونکی خبریال فردوس کاوش وایي؛ طالبانو نه یوازې خپلې غوښتنې او روایتونه په ساده او زړه راکښونکي بڼه د کلیو خلکو ته وړاندې کړي، بلکې په شعري ژبه، چې عام وګړي یې خوښوي او ترې خون اخلي اورول شوي هم دي.
د افغانستان د امریکایي مطالعاتو مرکز رییس عمر شریفي ویلي، چې لیکوال په دې کتاب کې بې سانسوره د ناتو او افغان دولت خلاف د طالبانو تبلیغاتي جګړه نکل کړې او د خپلو کړنو د توجیې لپاره یې د افغان حکومت تبلیغات بې ګټې ګڼلي دي.
افغان حکومت د دغې بېوسۍ یو علت د اطلاعاتي کارکوونکیو د وړتیاوو نشتوالی ګڼي.
د ترانسپورت وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار تواب غورځنګ وایي، چې په حکومت کې د همغږۍ نشتوالي هم د حکومت تبلیغات کمزوري کړي؛ چا طالب ورور ګڼلی او چا د افغانانو دښمن.
حکومت دا څېړنه یو اړخیزه بولي؛ خو منتقدین یې وایي، چې طالبانو پخپلو وړتیاوو د کلیوالي خلکو زړونه ګټلي او د جګړې په ډګر کې د بریالیتوب لپاره د خلکو ذهنونه چمتو کوي.