تازه خبرونه
امریکا کولی شي په لس ورځو کې افغانستان د نړۍ له مخې لیرې کړي- ترمپ
د امریکا ولسمشر په لس ورځو کې د افغانستان د له منځه وړلو خبره وکړه، چې د پاکستان لومړی وزیر یې هم وخنداوه.
هغه دغه راز د یوه امریکایي خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې په لس ورځو کې کولی شي روانه جګړه وګټي؛ خو په وینا یې نه غواړي میلیونونه کسان ووژل شي او افغانستان هم له منځه ولاړ شي.
د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ څرګنده کړې: که مونږ وغواړو په افغانستان کې داسې وجنګیږو، چې ګټونګي شو؛ ویلی شم، چې په لس ورځو کې به بریالي شو. زه نه غواړم، چې لس میلیون کسان ووژل شي. زه د افغانستان په اړه پروګرام لرم. که وغواړو، چې دا جګړه وګټو؛ افغانستان به د نړۍ له مخې پاک شي. هغه هم په لس ورځو کې. زه نه غواړم، چې دا کار وکړم او نه غواړم، چې دا کار وکړم او نه غواړم په دې لار ولاړ شم.
ښاغلي عمران خان هم په واشنګتن کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي: زه فکر کوم، چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې حساس رول لوبولي شي او کولی شم ښاغلي ترمپ ته ډاډ ورکړم څه، چې مونږ غواړو ووایو رښتیا به وي او دوی به وروسته لدې د پاکستان په اړه شک ونکړي. مونږ په بشپړ ډول د سولې غوښتوونکي یو.
هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړې؛ مونږ د افغانستان سولې ته ډېر نږدې شوي یو په دې اړه پوځي حل لار شتون نلري او هیله لرم، چې په راتلوونکیو ورځو کې مونږ وکړای شو طالبان اړ کړو، چې له افغان دولت سره خبرې وکړي او یوې سیاسي حل لارې ته چمتو شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ترمپ په افغانستان کې د داعش پر سنګرونو د بمونو مور، چې تر ټولو ستر غیراتومي بم و، وغورځاوه؛ خو دا ځل یې داسې خبره کړې، چې له دې بم یې هم تخریب ډېر ښکاري او بېلابېل غبرګونونه یې راوپارول.
ولسمشرۍ ماڼۍ له دیپلوماتیکو او دولتي مراجعو له لارې په دې اړه له واشنګټن څخه د سپیناوي غوښتنه کړې او په ډاګه کوي، چې: مونږ د سولې راوستو لپاره د امریکا له همکاریو ملاتړ کوو؛ خو زمونږ د هېواد اساسي برخلیک د افغانانو د زعامت له حضور پرته ټاکل کیدای نشي. زمونږ افغانستان به د سیاست په صحنه کې له خپل دې جوړښت او ستروالي سره پاتې وي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، چې کابل ته رارسیدلی په خپل تویت کې ویلي؛ له عمران خان سره د ترمپ په کتنه کې د هغه خبرې ښیي، چې د افغانستان په جګړه کې هیڅ پوځي حل لار نشته او سوله باید د سیاسي خبرو اترو له لارې ترلاسه شي.
سیاسي مخکښ صدیق پتمن وايي، چې د ځمکې له مخه د افغانستان د لیرې کولو ګواښ؛ څه معنا لري؟ کله ، چې په نظام کې دننه د افغانستان د جوړولو فرصتونه له ناسمو موخو، تېروتنو او انحصارغوښتنو قرباني کیږي؛ پایله به همدا وي، چې ترمپ په پوره سپین سترګۍ د افغانستان د له منځه وړلو او د نورو لس زره انسانانو د وژلو فکر کوي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي؛ د ترمپ خبرې د افغانستان د خلکو په تړاو د هغه خپل خیال او فکر دی او ښیي، چې امریکا انساني کراماتو ته هیڅ درناوی نلري.