تازه خبرونه

امریکایان له طالبانو او افغان حکومت سره همهاله دوه هوکړه لیکونه لاسلیکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي وحدت حکومت ویاند تائیدوي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک سره په یوه وخت به واشنګتن له افغان حکومت سره هم یو نوی هوکړه لیک لاسلیک کړي.

په افغانستان کې د سولې هوکړې ته لاسرسی اوس تر بل هر وخت لنډ او نږدې ښکاري؛ هغه هوکړه، چې په څو ورځو کې به یې متن په ډاګه شي. امریکا یوازې له طالبانو سره هوکړه لیک نه لاسلیکوي، بلکې له افغان حکومت سره به هم یو نوی هوکړه لیک لاسلیک کوي.

د اجرائیه رییس ویاند مجیب رحمان رحیمي ویلي؛ له حکومت سره د امریکا په هوکړه لیک کې به ټینګار وشي، چې دولت د امریکا او طالبانو له هوکړه لیک خبردی او دا هوکړه لیک له افغان حکومت سره په همغږي کې لاسلیک شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې دوه هوکړه لیکونو تر لاسلیک وروسته به د افغانانو خپل منځي خبرې د سیاسي جورجاړي او اوربند لپاره پیل شي.

دې سره په یوه وخت طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، واشنګتن منلې، چې طالبان به له امریکا سره د اسلامي امارت تر نامه لاندې د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي.

له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک له متن څخه با خبره سرچینې او سیاسي مخکښ وحید مژده  ویلي؛ له افغانستان څخه د ټولو ( جنګی، استخباراتي، قراردادي او سلاکارانو) بهرنیو ځواکونو وتل، له افغان دولت سره د امریکا د ټولو تړونونو لغوه کیدل، د ۳۵ زره طالب بندیانو خلاصون او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ټولو اډو له منځه تلل د دې هوکړه لیک مهمې برخې دي.

د سیاسي مخکښانو په اند ؛ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه به په همدې میاشت کې لاسلیک شي. واشنګتن هم منلې، چې طالبان به د اسلامي امارت تر نامه لاندې د دې هوکړه لیک په پای کې لاسلیک وکړي.

د سیاسي مخکښ نظر محمد مطمئن د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال هوکړه لیک ځکه ځنډول شوی، چې روسیه او چین ته ورته هېوادونه د دوی په حضور کې د هوکړې لاسلیک کیدو ته چمتووالی وښیي.

افغان حکومت او طالبانو ته نږدې سرچینې دواړه مني، چې د افغانانو تر منځ خبرې به د امریکا او طالبانو او د حکومت او  امریکا تر منځ د هوکړه لیکونو تر لاسلیک وروسته پیل شي.

د حکومت په خبره؛ دا هغه خبرې دي، چې پر سیاسي جورجاړي او اوربند به راوچورلیږي، خو طالبانو ته نږدې سرچینو بیا ویلي، په لومړي سر کې به د راتلوونکي سیاسي نظام ډول او د اساسي قانون د تسوید د کمیسیون جوړیدل او وروسته له هغې اوربند د خبرو چورلیز ټکي ګڼل کیږي.

Trending

Exit mobile version